برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

په افغانستان کښې سوله له شعاره تر واقعیته

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو پخوانی ځانګړی استازی،کای آیده وییلی چې د طالبانو دا دریځ منطقی دی چې غواړی د افغان دولت پر ځای له آمریکا سره د سولې خبرې اترې وکړی ځکه چې د افغانستان پوځی سټراټیژی په واشنګټن کښې خپله کړی شوی ده.د کارپوهانو په وینا،د کای آیده دغه څرګندونې پر ځای دی که څه هم تراخه حقیقتونه یې په ډیپلماټیکه ژبه بیان کړی خو یو واقعیت دی.
په حقیقت کښې په خپله د افغانانو تر مینځ خبرې اترې او تفاهم د افغانستان د ستونزو د هوارولو لپاره مناسبه لاره ده خو یو زبرځواک په خپلې پوځی سټراټیژی کښې په سیمه او افغانستان کښې د خپلو پوځیانو او جنګی فعالیتونو پر زیاتولو او بمباریو پر سختولو ټینګار کوی او افغانستان د دغه زبرځواک په سیمه کښې د جنګ او قومندانی مرکز دی او افغان دولت یې په ولکه کښې دی چې په اړه یې لومړی او وروستی خبره همدغه زبرځواک کوی کله چې د افغانستان د هوائی حریم او مځکې د کنټرولولو ترڅنګ د اوربند واک د دغه زبرځواک په لاس کښې وی نو په داسې حالاتو کښې به د افغان دولت د سولې وړاندیز څومره اعتبار او وزن ولری؟
ستونزه د طالبانو له اړخه هم شته خو دومره وسله له کومه کوی؟د جنګ لګښتونه له چا اخلی؟او دغه مرستې د څه لپاره کوی؟طالبان د جنګ او سولې څومره واک لری؟په دغه ډول شرایطو کښې د کای آیده نظر سم دی خو د طالبانو په هکله هم دغه اندیښنه شته چې طالبان یې د افغان دولت په باب لری. کای آیده باید دا خبره په یاد ولری کله چې په ۲۰۰۹ م کال کښې د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتو ځانګړی استازی ؤ نو د دغې موسسې له لوری مامور شو څو د افغان دولت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرواترو زمینه برابره کړی او هغه لومړنی آمریکایی ډیپلماټ ؤ چې په ۲۰۰۹ کال کښې یې له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړه او د طالبانو د هغه وخت د مشر
ملا عمر له مرستیال ملا برادر اخوند سره یې خبرې اترې وکړی او طالبانو د هغه مهال له افغان دولت سره د خبرواترو لپاره خپل چمتوالی اعلان کړ خو کله چې ملابرادر اخوند پاکستان ته لاړ نو په کراچۍ کښې د آمریکا په غږملتیا د پاکستان د استخباراتی ادارېI.S.I له خوا ونیول شو چې تراوسه لا په بند کښې دی او په دې ډول آمریکا او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کښې له پخوانی افغان دولت سره د طالبانو د خبرو اترو خنډ شوی وو.
واقعیت دا دی چې په خپله د افغانانو ترمینځ خبرې اترې د افغانستان کشالې د هوارولو اساسی لاره ده. کله چې پخوانی شوروی پر افغانستان پوځی یرغل کړی ؤ افغان مجاهدینو په دې خاطر د هغه مهال له افغان دولت سره خبرې اترې نه کولې چې د پریکړې اختیار یې نه درلوده.د جینوا خبرې اترې هم د آمریکا،پاکستان او روسیې تر مینځ وشوې چې پکښې د افغانستان ګټې ځار شوې،که چیرې افغانان د خپلواکی احساس او ویاړ ولری نو له اوسنی وضعیته د وتلو غوره لاره دا ده چې لومړۍ افغانان په خپلو کښې د اعتماد فضا برابره کړی خو تر څو چې افغانان د سترو قدرتونو او دسیمې د استخباراتی ادارو تر اغیز او کنټرول لاندې وی نو هیڅکله به یې د جنګ او سولې اختیار په خپل لاس کښې نه وی. په دې مینځومیان کښې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو پخوانی ځانګړی استازی نیم حقیقت بیان کړی خو پوره حقیقت دا دی چې له بده مرغه افغان ملت د پردیو په هغه جنګ اور کښې سوزی چې د افغان دولت او طالبانو دوو کورنیو خواو ترمینځ بل کړی شوی دی. په داسې حالاتو کښې د سولې هغه شعارونه چې په دې وروستیو کښې اوریدل کیږی،په افغان ملت او سولې پورې ملنډې وهل دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي