برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کښې د داعش د شتون پراختیا

آریانانیوز: روسیې په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې د شتون د پراختیا په هکله په ځلونو خبرداری ورکړی او د (ډله ایز امنیت د تړون په سازمان) کښې د روسیې د انډیوالانو خلاف د داعش ترهګرو د فعالیت د مخنیوي په موخه یې ځینې تابیاوې کړې دي چې په تاجکستان او قرقیزستان کښې د دغه هیواد د پوځي اډو پیاوړتیا په کښې شامله ده.
په دې لړ کښې د ماسکو په وروستي خبرداري کښې د مینځني ختیځ په چارو کښې د روسيې د ولسمشر استازي میخائیل بوګدانف پرون په ماسکو کښې د والدای په غونډه کښې، له مینځني ختیځ څخه د افغانستان په شمول د مرکزي آسیا هیوادونو ته د ترهګرو له منتقلولو څخه د اندیښنې په ښودلو سره وویل چې داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې هره ورځ تر خپلواک نیواک لاندې سیمې زیاتوي. بوګدانف وویل: د داعش پراختیا د ډله ایز امنیت د تړون سازمان د غړو هیوادونو لپاره یو جدي ګواښ دی. معلومه نه ده چې داعشیان څنګه او له کومې لارې ځانونه له عراق او سوریې، افغانستان ته رسوي. هغه د امریکې له نوم اخیستو پرته وویل: مونږ له لویدیځوالو تمه لرو چې خپلو جیوپالیټک موخو ته د رسیدو لپاره دې له ترهګرو اوزاري استفاده نه کوي.
د روسانو په وینا اوس امریکا او انډیوالان یې په افغانستان کښې د خپلو موخو او ګټو په لړ کښې، په دغه هیواد کښې له دیره داعشیانو سره ډول ډول لاجسټکي او وسله والې مرستې کوي. له دې اقدامه رامینځته شویو امنیتي خطرونو ته په پام سره ماسکو د دې اقدام د اړخونو د څرګندیدو او د دې بهیر د زرترزره بندیدو غوښتونکی دی. ماسکو په افغانستان کښې داعش ته د وسلو په ورکولو په ځلونو نیوکه کړې او دا یې د امریکې کار بللی دی. ماسکو ټینګار کړی چې له نیغ په نیغه مرستو بیل د داعشي ترهګرو ډلو د ملاتړ یوه سرچینه، پوځي مرستې دي چې د امریکایانو یا د ناټو د نورو غړو له خوا بې له مناسبې څارنې د افغانستان له حکومت سره کیږي او زیاتره پکښې په اسانه غلا کیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکښې ویلي وو چې د افغانستان شمالي سیمې د داعشي ترهګرو لپاره په پټنځي بدلې شوې دي. په افغانستان کښې د داعش پیاوړتیا په دغه هیواد کښې د هغې له شتونه د ملاتړ په لړ کښې د امریکې کړنلارې او حتی افغانستان ته د داعشي ترهګرو له رسیدو او دیره کیدو سره یې مرستې ته په پام سره اهمیت پيدا کوي.
د روسیې د خارجه وزارت ویانده ماریا زاخارووا په دې هکله ویلي دي: موثقو اطلاعاتو ته په پام سره د ناټو او امریکايي ځواکونو له خوا په افغانستان کښې د داعش په ملاتړ باندې په ډاګه ټینګار کولی شو چې په دې مرستو کښې د نامعلومو چورلکو له خوا د داعشیانو ځاې پرځاې کول او د وژونکو جنګي وسلو ورکول شامل دي.
د ماسکو له نظره، دا مسائل سبب کیږي چې په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو د پوځي شتون د حقیقي اهدافو په هکله جدي پوښتنې مطرح شي. له دې نه علاوه په کومو سیمو کښې چې داعشي ترهګر دیره دي په هغو کښې یې د نفوذ او عملیاتو د پراختیا کړنلارې ته په پآم سره دا جدي ګواښ شته چې داعشي ترهګر د مرکزي آسیا هیوادونو ته نفوذ وکړي او له هلته نه روسیې ته ورسي او دا هیوادونه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي