برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان د خلکو د وژلو دوام

دیو راپور پراساس چې د ملکی خلکو د ژوند دساتنې لپاره دعدالت غوښتنې د ډلې لخوا خپور شوی دی د روان میلادی کال په تیرې اپریل میاشتې کښې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کښې یوسل اته اتیا(۱۸۸) ملکیان وژل شوی.


دافغانستان پژواک خبری اژانس هم ویلی دی چې په تیرې اپریل میاشت کښې په حملو او بم چاودنو کښې دافغانستان یویشت سوه (۲۱۰۰)ښاریز وژل شوی او ژوبل شوی دی .
اوس دغه پوښتنه مطرح ده چې دغه کسان چا وژلی دی ؟
ایا دغه ټول کسان طالبانو، داعش یا د افغانستان دحکومت نورو وسله والو مخالفو ډلو وژلی دی ؟ یا دا چې دافغانستان حکومتی عسکر ددغو کسانو په وژلو کښې ونډه او لاس لری ؟
د افغانستان دخلکو د وژلې بهیر به تر کومه دوام ولری ؟
دافغانستان حکومت له لومړۍ ورځې راهسې نه یوازې د هیواد دخلکو د وژلې په اړه چپتیا غوره کړی ده بلکې وژل شوی ملکی خلک یې د ترهګرو په توګه معرفی کړی دی او دامریکا دعسکرو لخوا یې د خپل هیواد د ښاریزو وژل توجیه کړی هم دی .
په دې زمینه کښې ځینې پیښې هم رامینځته شوی چې ماشومان او ښځې پکښې وژل شوی او هغوې هم د ترهګرو په توګه معرفی شوی دی .
اوس دغه پوښتنه مطرح ده چې دغه وژونکی قدرتونه به تر کومه خپل قاتلانه اعمال توجیه کاندی
په دې خبره کښې شک نشته چې دافغانستان خلک نن سبا ډیر ستړی او کمزوری شوی دی خو داسې هم نه ده چې نا پوهیږی او بې خبره دی .
دافغانستان ټول کوچنیان او سړی په ښه ډول پوهیږی چې په هیواد کښې یې څه روان دی او د کوم هیواد او د کومو کسانو لخوا دغه غمیزناک حالت روان دی او هدف یې څه دی ؟
دافغانستان هغه خلک چې په مخالفه لیکه کښې ولاړ دی ټول کارونه یې ظاهر او معلوم دی او له هغوې هیڅ توقع او هیله نشته خو پوښتنه باید له هغو کسانو یعنی خارجی عسکرو وکړو چې د ترهګرۍ د ځپلو او د جرړه د ایستلو په نوم یې په افغانستان لشکر کشۍ کړی ده او د افغانستان د خلکو دخدمت کولو خبره کوی .
که چیرې دیوه(۱) ملت وژله یوه(۱) ملت ته د خدمت په توګه وګنل شی په داسې بڼه کښې باید څه ووایو او دغه خدمت ته کوم نوم ورکړو .
له یوه (۱)انسانی ضد ستر جنایت پرته ترټولو په زړه پورې خبره دا ده چې د افغانستان چارواکی د بهرنیو هیوادونو د عسکرو کارونه توجیه کوی او ملکی خلک د ترهګرو په توګه معرفی کوی .
دافغانستان همدغه چارواکی سبا بیا هم په افغانستان کښې کاندید کیږی او ترټولو جالبه خبره دا چې دافغانستان ملت راځی همدغو کسانو ته چې د دوې دمشکلاتو سبب شوی دی رایې ورکوی .
که څه هم د افغانستان د انتخاباتو لپاره دنومونو د لیکلو پروسې وښودله چې ملت څومره له خپلو واکمنانو ستړی شوی دی او حکومت هم اندیښمن شو او ویرید او مجبوره شو د ادارو او د وزارتونو کارکونکی یې په زوره د انتخاباتو د پروسې د ثبتولو مرکزونو ته واستول .
که چیرې دغه کار ته ډیموکراسۍ وایی نو بیا هر څوک چې د انتخاباتو لپاره نوم لیکی یا نه لیکی چا ته رایې ورکوی یا نه ورکوی دغه بهیر وښودله چې په راتلونکو انتخاباتو کښې به په درغلۍ سربیره زور هم وی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي