برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سوله په افغانستان کی په ملی ارادې سره برابریږی

د کوچنی اختر درې ورځې د یوه خوب او خیال په څېر تېرې شوې، حکومت د اوربند د غځولو اعلان وکړ، خو طالبانو بیا د بهرنیو ځواکونو شتون او د اشغال دوام د خپلو جګړو د بیا پیلېدو لپاره یو دلیل یاد کړ، او د اوربند له غځولو یې ډډه وکړه.
د دې درې ورځو اوربند ویاړ، یو شمیر کړۍ حکومت ته ورکوی، او یو شمیر کسان د طالبانو جرئت ستایی، چې څنګه زړه ور ښارونو ته ننوتل او له امنیتی چارواکیو سره غاړه غړۍ شول.
دا چې سبا ته بېرته جګړه زور اخلی، هر لوری ته به د جګړې د دوام سل پلمې وې، او بیا به پر یوه او بل لوری خاورې اړوی.
خو د دغه درې ورځنی اوربند په بهیر کې چې د افغان ولس له لوری کوم احساسات وښودل شول؛ هغو ته به هیڅ پام ونه شی. پداسی حال کی چی د دری ورځنی اوربند په خاطر د خلګو خوشحالی، تر ټولو ستر پیغام و؛ چې هم باید نړیوال پرې خبر وی او هم د جګړې ښکېل لوری. ولس په یوه غږ د سولې نعره بدرګه کړه، او عملاً یې دا وښودله چې دغه لعنتی جګړه د دوى د ارمانونو پر خلاف ده. له دواړو لوریو یې اصلی غوښتنه همدغه ده چې سولې ته مخه کړی او نور جګړې ته دوام ور نکړی.
دوهم ټکى او مسئله چې هم عام ولس هغه بدرګه کړه او هم وسله والو طالبانو، هغه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسأله وه.
واقعیت دا دى چې چېرته د غونډو له بهیره، رسنیو راپورونه ورکړی دی دغه دوه پیغامونه پکې عام وو.
په دې کې شک نشته چې د څو لسیزو جګړه په درې ورځنی اوربند نشی ختمېداى او اوربند هېڅکله د سولې په معنا نه دى، اوربند عارضی؛ او سوله یو اوږدمهال مفهوم دى. خو دې اوربند دا وښوده چې دا پردۍ جګړه ده او ولس ورسره جوړ نه دى. دا چې د دې جګړې د دوام یو دلیل د بهرنیو ځواکونو شتون او د هغوى جنګی ماموریت دى. ولس له دې شتون سره هم په هېڅ صورت جوړ نه دى.
په دې اوربند کې د سولې لپاره د یوه اغېزناک حرکت د پیل هیله
را وټوکېده، لږ تر لږه دا ثابت شوه چې که یو معقول ملی خوځښت پیل شی ولس به یې په ډېره تلوسه بدرګه کړی، او تر بریا به یې ملګرتیا وکړی. او که په رښتیا د افغانستان ؤلس، چی له تیرو څلویښتو کلونو راهیسی، د پردیو په جګړه کی د خاشاک په شان سوزی او قربانیان کیږی؛ پاڅون وکړی او له یو حرکت څخه ملاتړ وکړی، چی مشران یی په پردیو پیلی نه وی، په هغه صورت کی امریکا؛ چی په افغانستان کی د جګړی د دوام عامله ده، هم نشی کولای د ؤلس په وړاندی پایښت ومومی. او همداراز د جګړی د کورنیو عواملو له لاسه هم، چی د خپلو شخصی ګټو په خاطر، د امریکی او نورو پردیو پیروان دی؛ کوم کار سرته نشی رسیدای.
د ویلو وړ ده، چی د افغانستان ؤلس مشر« اشرف غنی »، په مختلفو ولایتونو کی د پوځی او غیر پوځی مسؤلانو سره د ویډئو کنفرانس له لاری، د طالبانو له خوا د اوربند د نه تمدید کیدو په اړه وویل: پردی په افغانستان کی د سولی او امنیت د رامنځته کیدو زغم نه لری، خو دا یی ونه ویل؛ چی دغه پردی کوم کسان او کوم هیوادونه دی، او دا یی څرګند نه کړ؛ چی که دری ورځنی اوربند ممکن ؤ، دائیمی اوربند به هم ممکن وی، او دا یی هم ونه
ویل؛ چی کوم پردی هیواد د داعش ډلګۍ، چی د اختر په دویمه او دریمه ورځ کی یی د ننګرهار په ولایت کی انتحاری حملې سرته ورسولې، او د سل ګونو افغانانو د مرګ ژوبلې سبب شوه؛ په افغانستان کی رامنځته کړه، او د داعش له جګړه مارانو څخه د کوم هیواد د الوتکو او چورلکو په وسیله مرسته او ملاتړ کیږی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي