برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو پایلو اعلان وروسته به ولسي جرګه خپل نویو غړو سره کار پیل کړي

آریانانیوز: د اساسي قانون په ۸۳ مه ماده کې راغلي: د ولسي جرګې کاري دوره د ټاکنو له اعلان وروسته د پنځم کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ پای ته رسېږي او نوې شورا په کار پیل کوي.


د دغه قانون په اساس، د دې جګرې شپاړسمه تقنیني دوره باید د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ پر لومړۍ نېټه پاید ته رسېدلې وای، خو د ځینو لاملونو له امله د ولسي جرګې ټاکنې ترسره نه شوې او ولسمشر د یو فرمان په اساس د جرګې چارې د ټاکنو ته ترسره کېدو و غځولې.
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د روان کال د تلې پر ۲۸ مه او ۲۹ مه او په کندهار کې د لړم پر پنځمه ترسره چې او ټاکل شوې چې په غزني ولایت یې راتلونکی کال د ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.
تر اوسه د ۱۸ ولایتونو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان شوې او د یادو ولایتونو ۸۰ بریالیو نوماندانو ته باورلیکونه وېشل شوي دي، خو د ۱۷ ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.
ملي شورا په ژمنۍ رخصتۍ کې ده او ولسمشر د سلواغې په ۲۳ مه د فرمان له مخې د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي له دندو لرې کړل او ممکن د نوو کمېشنرانو معرفي کول او د پاتې حوزو د ټاکنو د پایلو اعلان وخت ونیسي.
په داسې حال کې چې د ملي شورا ژمنۍ رخصتي د کب په ۱۵ مه پای ته رسېږي، د خلکو ځینې استازي وايي چې د اساسي قانون د ۸۳ مې مادې په اساس باید د وروستیو پایلو تر اعلانه د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې غړي خپل کار ته دوام ورکړي، خو حکومت وايي چې ولسي جرګه به هغه مهال خپلې چارې پیل کړي چې نوي غړي یې معرفي شي.
د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان او له کابله دې جرګې ته نوماند چې د ټاکنو لومړني لېست ته یې لار نه ده موندلې، وویل: ((دا چې د ټولو ولایتونو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې او د اساسي قانون د ۸۳ مې مادې په اساس پخواني وکیلان د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته د جرګې غړي دي او ناسته باید پیل شي، د ناستې ځنډول د اساسي قانون خلاف ده او حکومت باید په دې برخه کې تصمیم ونیسي او ناسته پیل کړي.))
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي هم وویل، تر څو چې پایلې اعلانېږي او ټولو نوو غړو ته باورلیکونه وېشل کېږي، باید د شپاړسمې دورې غړي خپلو دندو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه: ((تر کومه چې زه خبر یم، د ولسي جرګې پخواني غړي د څه مودې لپاره خپلو دندو ته دوام ورکوي، ځکه تر څو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي اعلان نه شي، د ټاکنو کمېسیون دارالانشاء واک نه لري چې د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان کړي.))
خو د ولسمشرۍ ویاند محمد هارون چخانسوري نن په خبري ناسته کې په دې اړه وویل: ((ولسمشر د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته پارلمان پیلوي.))
هغه زیاته کړه، ولسي جرګه به له نوو غړو سره په کار پیل وکړي.
ده هیله مندي ښکار کړه چې ژر تر ژره د پاتې حوزو د ټاکنو پایلې اعلان شي او ولسي جرګه خپل کار پیل کړي.
چخانسوري وویل، تر اوسه ۶۹ کسان د سیاسي ګوندونو او ۱۵ کسان د مدني ټولنو او بنسټونو له خوا د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانونو څوکیو ته معرفي شوي چې ۱۴ یې ښځې دي.

شریک یي کړئ!