برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هلمند پرلتي فعالان د «اشغال د تداوم په مقصد پیل شوې دسیسه»

طالبانو د هلمند پرلتي فعالان د «اشغال د تداوم په مقصد پیل شوې دسیسه» بللې او خلک یې متوجه کړي چې تش د سولې په زړه وړونکو شعارونو یې ونه غولیږي.



یادو پرلتیانو د تېرې مارچ له میاشتې په فعالیت لاس پورې کړی او تېره اونۍ له هلمنده کابل ته پیاده راغلل او د ګډحکومت ولسمشر او چارواکو یې تود هرکلی وکړ.
د هلمند پرلتیان چې اوس یې نوم د سولې په کاروان بدل کړی، له طالبانو څخه په ټینګه غواړي چې وسله پرځمکه کیږدي، خو د جګړې د بهرني لوري په اړه یې پڅ موقف شکونه راټوکولي.
د طالبانو اعلامیه وايي چې امریکایانو او د هغوی «داخلي لاسپوڅو» په تیرو اولسو کلونو کې د سولې تر نامه لاندې په مختلفو ډولونو هڅه کړې چې د «ولسي جهاد غږ خاموش کړي» او په دې موخه یې سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي.
د اعلامیې په باور، دا ځل د سولې او پرلت په نامه د «اشغال د تداوم» کمپاینونه روان دي چې په وینا یې د «پخوانۍ امریکايي دسیسې» نوې شکل دی.
اعلامیه زیاتوي چې دوی «هر هغه حرکت د ولس او هیواد په زیان بولي چې د امریکایانو اشغال ته د دوام زمینه برابروي او د اشغالګرو کفارو په مقابل کې د الله تعالی له لوري فرض کړل شوي مقدس جهاد ته بین الافغاني جنګ یا ورور وژنه وايي».
طالبان ټینګار کوي چې پرلتیان یوه استخباراتي دسیسه ده او د یو مرموز هدف لپاره راپورته کړل شوي او په خبره یې، پرته له دې چې د جنګ په عواملو وغږیږي یوازې د سولې شعار بدرګه کوي او د «اشغال» او بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع نه مطرح کوي.
د طالبانو د اعلامیې په باور، د پرلتیانو موخه په هیواد کې امنیت نه دی، بلکې «اشغالګرو» ته د یوې پُرامنه فضا برابرول یې مقصد دی، ترڅو د خپلو پوځي، فکري او ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو زمینه ورته برابره شي.
طالبانو د روانې جګړې بین الافغانیتوب رد کړی او زیاته کړې یې ده چې د بهرنیانو ترڅنګ د افغاني کومکیانو شتون د جګړې په اصلي ماهیت اغیز نه لري.
«د افغانستان روانه جګړه بین الافغاني جګړه نه ده، بلکې د امریکایي متجاوزینو او افغان مجاهد اولس تر منځ جګړه ده. دا چې ځینو ناخلفه داخلي ګوډاګیانو په دې مقابله کې د اشغالګرو اړخ نیولی په هیڅ صورت د جګړې ماهیت نه شي بدلولای».
د طالبانو اعلامیه کاږي چې هیوادوال دې د سولې او پرلت په زړه وړونکو شعارونو نه غولیږي او د موضوع عمق ته دې متوجه شي.
«اشغالګرو په افغانستان ظالمانه یرغل ته د (ازادۍ) نوم ورکړ، د پنټاګون لخوا د ملیشه سازۍ پروګرام یې په (ملي پاڅون) مسمی کړ، د اشغالګرو د اشغال تايیدوونکې غونډې ته یې د لویې جرګې عنوان غوره کړ او اوس غواړي چې د (پرلت او سولې) زړه وړونکی شعار هم د خپلو اشغالګرانه موخو لپاره وکاروي. خو هیوادوال باید د عنوان په ځای محتوا ته پام وکړي او تش د سولې په شعار د هغه کمپاین برخه نه شي».
طالبانو د اعلامیې په پای کې ویلي چې که تر دې خبرتیا وروسته هم څوک د دې پروژو برخه ګرځي نو «ښکاره خبره ده چې د دښمن د استخباراتو پروژه به پرمخ وړي».
تر اوسه پرلتیانو د طالبانو د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په وروستیو څو ورځو کې يې په پرلپسې ډول غوښته کوله چې طالبان باید د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي