برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هاوان په مرمیو ځب ځب ولس

آریانانیوز: په هر څه کې تبعیض مې اوریدلی و، مګر په وسلو او مرګونو کې تبعیض مې نو د دې زمانې د رسنیو او خبري ادارو ولید. د هیواد په ښارونو او کلیو کې چې د ډزو او انفجار غږ پورته شي او خلک په کې ووژل شي، نو د رسنیو چلوونکي لومړی دا پلټنه کوي چې غږ د څه شي و؟ کوم ډول وسله کاریدلې؟ د برید نسبت طالبانو ته کیدلای شي او که حکومت ته؟
که غږ د بمبار، هوایي برید، د هاوان د مرمۍ، یا ډیسي توپ وو او یا هم ځانګړو ځواکونو په چاپه کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه، نو رسنۍ یې له خبر ورکولو سړې تیرې شي، ځان پرې ناګاره او غوږونه پرې کاڼه کړي. که څه هم هلته په لسګونه ملکي وګړي شهیدان او په وینو لت پت شوي وي.
خو که پیښه د ماین چاودنه، موټر بم یا سرتیری برید وي، یا د پيښې نوعیت داسې و چې نسبت یې طالبانو ته کیدلای شوای، بیا که ټول عسکر او نظامي چارواکي هم په کې وژل شوي وي، رسنۍ ورته کش سي او د ملکي تلفاتو خبرې ته زور ورکړي. په دې وخت کې بیا نو د رسنیو دروغو او مبالغې ته ګوره چې څرنګه د مچ له وزر نه درته غر جوړوي.
خبره مې د دولتي هاوانونو او په هغه کې د روزمره پیښیدونکو تلفاتو کوله. هاوان یوازینۍ نسبتا درنه وسله ده چې امریکایانو د اردو، پولیسو او اربکیانو په لیکو کې داخلو عسکرو ته ورکړې ده. په اطرافي سیمو کې هر ځای په پوستو کې هاوانونه نصب دي. ورسره پریمانه مرمۍ هم موجودې وي. دولتي عسکر او اربکیان چې د هاوان هیڅ مسلکي زده کړې نلري او نه یې په هدفي ویشتلو بلد دي، شپه ورځ د هاوان د مرمیو ړندې ډزې کوي او ولس میشتې سیمې هدف ګرځوي.
که تاسو د افغانستان د اطرافي او کلیوالو سیمو ورځني خبرونه تعقیب کړئ نو درمعلومه به شي چې دې سیمو کې داسې ورځ نه بیګا کیږي چې د پوستو له هاوانونو فیر کیدونکو مرمیو کې د اولسي تلفاتو کومه درنه فاجعه نه وي رامنځته کړې.
همدا نن خبر دی چې روزګان ولايت کې په يو کور د حکومتي ځواکونو له لوري توغول شوي د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې شپږ تنه ماشومان وژل شوي دي او دوه نور ټپيان دي. د وژل شويو ماشومانو پلار ابراهيم وويل چې په پيښه کې يې د کورنۍ پنځه نجونې او يو هلک شهیدان شوي چې د ټولو عمرونه له ۱۲ کالونو څخه زیات نه وو او دوه نور کوچنيان ټپيان دي.
تر دې دوه ورځې وړاندې د تیرې دوشنبې په ورځ رسنیو خبر ورکړ چې د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ سیدخیلو سیمه کې د دولتي عسکرو د هاوان مرمۍ په کور لګیدلې او د یوه کور اته کسان یې شهیدان کړي او درې نور یې ټپيان کړي دي. دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د تخار په دشت قلعه کې د اربکیانو دهاوان ړندې مرمۍ د یوه کور پنځه کسان شهیدان او پنځه نور یې زخمیان کړل.
که له دې وړاندې د هاوان له مرمیو را پیښې غمیزې شمیرو نو د هلمند د سنګین ولسوالۍ هغه واقعه خو به د ټولو په یاد وي چې د هاوان مرمۍ د واده په مراسمو ولګیدلې او د زوم او ناوې په شمول یې لسګونه د واده ګډونوال چې زیاتره ښځې او ماشومان وو شهیدان کړل. دغه راز د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې په بازار د هاوان د مرمۍ لګیدلو پنځه تنه شهیدان او څه کم ۵۰ تنه نور ټپیان کړل.
د ننګرهار د معیوبو ماشومانو کیسه خو دومره مشهوره شوه چې حتی غربي رسنیو هم پرې راپورونه جوړ کړل، د یوې کورنۍ دغه اوه تنه ماشومان چې لاسونه او پښې یې قطع شول او د درست عمر لپاره معیوب شول هم سبب یې د هاوان هغه ناچاوده مرمۍ وه چې عسکرو له پوستو فیر کړې او د ولسي خلکو دکورونو خواته ناچاودې غورځیدلې وه. د هغو ماشومانو د کورنۍ مشر میرزاګل رسنیو ته وویل چې یوولس تنو ماشومانو دهاوان ناچاودې مرمۍ پیدا کړې وه، چې د لوبو په وخت یې پرې انفجار وکړ. څلور تنه یې ووژل او ۷ تنه نور یې له لاسونو او پښو خلاص او د تل لپاره معیوب کړل.
که همدا آش و او همدا کاسه، یعني همدا عسکر او اربکیان وو او ورسره همدا بې خرته د هاوان مرمۍ او په هره خوا یې ړندې ډزې، نو په دې پوه شئ چې د دې جګړې تلفات به مو د شورویانو د مهال له جګړې څخه زیاتیږي. هره ورځ به همدا مرګ ژوبلې وي او بشپړې کورنۍ به دست جمعي قتلیږي. د افغانانو په غم دریدیدونکي هغه که هر څوک وي د نورو فجائعو د څیړنې تر څنګ باید د هاوانونو د ړندو ډزو په اړه هم خصوصي پلټنه وکړي. په اطرافي سیمو خصوصا د لویو لارو له غاړې سره دولتي پوستو ته ورڅیرمه خلکو څخه باید پوښتنه وکړي چې د هاوان ړندو ډزو څومره ځورولي او څومره فجائع یې رامنځته کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي