برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د میزان ۱۵مه د معاصر تاریخ توره ورځ

آریانانیوز: اوولس کاله وړاندي په همدې ورځ ( دمیزان ۱۵مه \ داکتوبر ۷مه) دامریکا په مشري یرغلګرې ټلوالې زموږ پر پاکه خاوره له بین المللي قوانینو او بشري حقونو خلاف وحشیانه یرغل وکړ. افغانستان او افغان ولس ته یې په بشري، نظامي، سیاسي، اقتصادي، امنیتي اواخلاقي لحاظ ستر ستر زیانونه ورسول.متاسفانه لا هم د یرغلګرو د وحشت او دهشت لړۍ دوام لري، هره ورځ پکې په لسګونو هیوادوال دژوند څخه بې برخې کیږي او پراخ معنوي او مالي زیانونه ورته رسیږي.
تېره یوه نیمه لسیزه کې اشغالګرو ځواکونو او کابل حکومت پوري تړلو ټوپکیانوپه سلګونو زره ملکي افغانان چې زیاتره یې ښځې، ماشومان اوبوډاګان دي شهیدان او ټپیان کړل، بشپړ کلي یې له خاورو سره برابر کړل، مدرسې، جوماتونه، ښوونځي، پلونه، روغتونونه او عام المنفعه ځایونه یې ویجاړ کړل، ودونه، جنازې، جرګې او هدیرې یې بمبار کړې.باغونه، فصلونه او ځنګلونه یې اره او وسوځول، په لسګونو زره هیوادوال یې هیواد کې دننه او بهر کلونه کلونه په تورو او دوخت په وحشي زندانونو کې اسیران کړل، په نیمه شپه یې د کورونو دروازې په بمونو والوزولې، خلګ یې تلاشي، تهدید او وځورول، په سرونو یې توري کڅوړي ور واغوستلې، لاسونه او پښې یې ور ولچک او زولانه کړې او په مختلفو ډولونو یې روحي ځور او جسماني شکنجې ورکړې.
یرغلګرو او ور پوري تړلو بنسټونو او افرادو یې په مختلفو شکلونو داسلامي شعایرو سپکاوي تکرار کړل، حتی په ځلونو یې د مسلمان ملت د مومن به کتاب(قران عظیم الشان) توهین وکړ، دکلمې طیبې اهانت یې وکړ، مسجدونه یې په سپیانو تلاشي کړل، دمنسوخو ادیانو دترویج لپاره یې مرکزونه پرانستل، د تنصیر، تبشیر اوالحادموسسې یې فعالي کړې، دځوان نسل د بې لارۍ او اخلاقي انحراف لپاره یې په بیلابیلو نومونو هڅې وکړې او لا هم په شدت سره دوام لري.
یرغلګرو او لاسپوڅو یې د افغانستان ارضي تمامیت نقض کړ، د طالبانو اسلامي او ملي حکومت یې ونړاوه، ازادي یې سلب کړه، فحاشي یې ترویج کړه، مخدره مواد یې تولید او پراخ کړل، بې امنیتي یې خپره کړه، مسلکي قاتلان، غلامان، غله او غاصبین یې وروزل او پر افغان ولس یې دبرچې په زور تحمیل کړل.
افغان ولس د یرغل له لومړۍ ورځې دطالبانو په مشري د یرغلګرو او کابل حکومت پر ضد سرتاسري پاڅون کړی، دهیواد په لر اوبر کې یې ور سره کلکه مقابله جاري ساتلې، په لسګونو زره یرغلګر عسکر یې مردار او ټپیان کړي او پراخ مالي او تجهیزاتي زیان یې ورته اړولی دی.د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼې په اعتراف تېرو اووه لسو کالو کې ۳۵۶۴ بهرني عسکرافغانستان کې وژل شوي ، تر ۲۰۰۰۰ ډیر معیوب شوي- چې واقعي شمېر یې تر دې څو چنده زیات دی- او ۸۰۰ بلیونه ډالره یې مصرف شوي دي.
افغان ولس به دخپلواکۍ ګټلو روانې مبارزې ته تر هغو پوري دوام ورکوي چې یرغلګرځواکونه له ګران هیوادڅخه وځي، خپلواکي اعاده کیږي او مظلوم ولس د اسلامي نظام په پر امنه سیوري کې دمه کیږي.
دهمدې ورځې په هیله
میوند سادات

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي