برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غني او عبدالله حکومت

افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د استعمار او یرغل پر وړاندې خپلې وینې او سرونه نذرانه کړي، خپله خاوره، ملي او اسلامي ارزښتونه یې له هر ډول تیري او ظلم څخه ساتلي دي، په دې کې شک نشته چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو متجاوزینو او پر دې خاوره د یرغل ګرو له ګڼو بریدونو او جګړو څخه متعدد موارد تجربه کړي دي.


د افغانستان له معاصر تاریخ او په تیره بیا د امریکې او د هغه ملاتړو هیوادونو له تړون او پر افغانستان د هغوی د بیشرمانه یرغل او د دوی په لاس او عقیده، د دوی په فکر او باور د جوړ شوي دولت او نظام او بیا په دې نظام کې د مختورو، اجیرو او بې ضمیره افغان مامورینو له تاریخي غداریو او ملي خیانتونو څخه څه ولیکم.
جالبه ده چې امریکې ته ګوډاګیان د دوهمې کعبې اوصاف او مقام ورکړی او په نظام کې را ټول شوي ګریوان شکیدلي امریکې ته په ورځ کې څو ځله سجدې کوي او په قدرت کې د پاتې کیدو لپاره ترې دعا او برکت غواړي.
د غني او عبدالله په مشري د سهامي شرکت لوړ پوړي مامورین یا د دوی په لفظ د کابینې غړي، دافغانستان د ولس او د دې خاورې د تاریخې او اسلامي ارزښتونو پرخلاف، د امریکې د خوشحاله کولو لپاره هرهغه شیطاني عمل چې الله او رسول یې منع کړي دي، ترسره او بیا فخر کوي، درواغ او پروپاګند، شایعات او فریب ورکول هغه څه دي چې د دوی د کاري چارو مهم اصل بلل کیږي.
دغني او عبدالله په مشري د ګډ سهامي شرکت په امنیتي ناکامه سکټورنو کې له وزیر او معین څخه تر رییس او خدمې پورې، نارینه او ښځې ځوان او مشر اجیر مامورین سره له دې چې د هیواد پر عیني حقایقو ښه پوهیږي او باور هم لري، چې ټول حقایق دي او انکار کول ترې ناممکن دي خو په مړ سترګۍ، په بې شرمۍ او بې غیرتۍ سره د ولس پر اغوا، فریب ورکولو او له واقعیتونو د ولس په لرې ساتلو لاس پورې کوي او د خایني او پلورل شوي مېډیا په واسطه او پانګونې سره خپل شوم او شیطاني پلانونه عملي کوي.
د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او مشرانو د هغوی د مقدسو او سپیڅلو جهادي مبارزو، د هغوی د هرډول افغاني هوډ لپاره د هڅو او منډو ترړو نه ستړي کیدونکي ستومانه او له قربانیو ډکو فعالیتونو او د امریکایانو په مشرۍ د بهرنیو صلیبیانو پر وړاندې دهغوی دجهادي کارنامو او ګټورو مبارزو پر وړاندې داسې شوم او شیطاني برنامې او کارنامې عملي کوي چې په ښکاره توګه د دوی د ناکامۍ او بربادۍ زیری ورکوي.
د کابل اداره کله کله داسې ورکو لاروته سر شي او داسې ښکرور پروپاګند او غیر منطقي شایعات د اسلامي امارت د مجاهدینو په اړه له خپلو رسنیزو کانالونو او فیسبوک چلونکي معاش خوارو لیکوالانو له خوا خپروي چې په ښکاره توګه د دوی شکست او ناکامۍ زنګ وکړنګوي.
مجاهدین او داسلامي امارت مشرتابه د همدې ملت په زړه او افکارو کې ځای لري، د همدي ولس بچیان دي ، دهمدې ملت ساتونکي او د همدې خاورې تاریخ جوړونکي دي، له بهرني او پردي عناصرو څخه د ملاتړ هیڅ منبع او سرچینه نه لري، د ملاتړ ستر او ملي هر اړخیزه تمویلونکي منابع یې د ولس مینه او محبت د هغوی په خپله خوښه کور، دسترخوان، مالي او ځاني ملاتړ څخه په ځغرده یادوم د امارت د حضور او دایمي شتون چې هم مخینه او هم راتلونکي په توګه د یو ستر ملي او پر اسلامي افکارو د ولاړ ستر تحریک په توګه د افغانستان د معاصر تاریخ یوه ستره برخه جوړوي د یادونې وړ تاریخي موضوع بلل کیږي.
پر اسلامي امارت د دښمن هر ډول تور او پروپاګند، د مجاهدینو پر ادرس د هر ډول تهمتونو تړل او منسوب کول هیڅ ډول منطقي اړخ نه لري، دښمن په دې باور دی چې د ولس عقیده او باور د دوی په واک او اختیار کې دی چې دا عقیده او مفکوره ممکن تر یوحده د دوی په ګټه وي خو اصل او بنسټ نه لري او تل پاتې به هم نه وي.
دوی فکر کوي غربيان او د هغوی صلیبي یرغلګرو پوځي زرګونه عسکرو حضور په افغانستان کې د مجاهدینو د له منځه وړلو لپاره موثر او ګټور اوږدمهاله پلانونه لري او په عملي کولو سره یې د استعمار او یرغل موده غځیږي، دوی به په قدرت کې پاته کیږي او هرڅه به د دوی په خوښه وي، خو ناممکنه ده.
د اسلامي امارت زړورو او د اسلام په غیږ کې را لوی شوي مجاهدینو د مکار او فریبکاره دښمن د هرډول کارنامو او شومو پلانونو شنډولو په پار خپلې مبارزې او د هیواد د آزادۍ او استقلال لپاره په پیاوړي عزم او ارادې سره د جګړو په سرو ډګرونو کې خپلې و ینې او سرونه نذرانه کړي او د افغان زوریدلي ولس د ا منیت، عزت او پت خوندي ساتلو کې خپل اسلامي مسولیت په ښه توګه سر ته رسولی او دا لړی به جاري ساتل کیږي.
الحمدلله د اسلامي امارت مجاهدینو له جهادي او اسلامي اوږد مهاله مبارزو او پلانونو څخه د افغانستان د با عزته ولس ملاتړ او هر اړخیزه مالي او ځاني حمایت لړۍ ورځ تربلې د هیواد په ګوټ ګوټ کې پراخه او د جګړې ډګرونه غځول کیږي. د یرغلګرو او صلیبیانو درواغ او له شیطاني افکارو څخه د جوړي شوي ډیموکراسۍ تومار د خلاصیدو په حال کې دی او ترټولو مهمه داده چې ملت هم د ویښېدو او بیدارۍ دعوت ته مثبت ځواب ورکړی.
د کابل ناکامه او فاسده، ټوټه شوي او بد نامه د مفاسدو او حرامیانو څخه جوړه اداره د ولس وینې وزبیښلي، اخلاقي ، اداري او سیاسي فساد د کابل اجیرې ادارې اساسي قانون په توګه د دې هیواد د کړیدلي ولس پر زخمي سینه حکومت کوي.
مونږ باور لرو چې تاریخ به خپل قضاوت کوي، که یوې خواته نن د اسلامي امارت مجاهدین د جهاد مقدسه وجیبه په سنګرونو کې بوخت ساتلي له بلې خوا د مظلوم ملت هر اړخیزه ملاتړ دی چې د دې لوی آزمون د کامیابه کولو لاره لنډه کړې او امیدونه د کامیابۍ او سوکالۍ هیلو اوچت کړي دي، که څه هم له قربانیو او مرګونو سره مل مزل دی خو الحمدالله د مجاهدینو د روحیې قوي کیدو او په جهادي کرښو کې د وحدت سبب ګرځیدلی او ورځ تربلې د تحریک د پیاوړتیا شاهدان یو.
په آخر کې د کابل ادارې ته یاد داشت ږدم چې نصرت او الهي مرسته به د الله عسکر او د دې خاورې د ناموس او عزت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتونکو نصیب کیږي، یرغلګر او د یرغل راوستونکي هم په دنیا تباه دي او هم په آخرت کې . ستاسې هر ډول پروپاګند او ناروا تورونه له شکه پرته شیطاني هڅې او افکار دي چې ترسره کوئ یې او په دې باور ولرئ چې لمرپه دوه ګوتو نه پټیږي، ستاسو ناروا او ظالمانه وحشي حضور به خامخا ختمیږي ان شا الله.

شریک یي کړئ!