برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سولې په نامه خوځښتونه مدعیان بايد د جګړې اصلي عوامل درک کړي!

په افغانستان کې د سولې په اړه ډول ډول نظرونه موجود دي خو هغه نظرونه چې د جګړې اصلي عوامل او تاريخي ريښې پکې په پام کې نه نيول کيږي د ځان له تير ايستلو پرته بله کومه معنی نلري.


په افغانستان کې تل جګړې تل له دوه وجو رامنځته شوېدي :
1. د مادي امتيازاتو لپاره لکه سياسي واک ، قومي توپيرونه ، ګوندي توپيرونه او عقلي اختراعي نظريې !
2. دوهم : د عقيدې په اساس

که هر څومره ځان يوې او بلې خواته کړو د افغانستان روانه جګړه د عقيدې په اساس روانه ده ځکه په افغانستان کې د طالبانو حکومت ؤ، امريکا او ناټو پرې بريد وکړ، طالبانو يې په مقابل کې د علماوو د يوې لويې ډلې په فتوی جهاد اعلان کړ او دا دی تر ننه روان دی . د کابل اوسنۍ اداره هغه مهال بيخي موجوده نه وه او دا اداره د افغانستان له اشغال څخه وروسته امريکايانو په بُن کې رامنځته کړه ، په سر کې يې هغه څوک وټاکه چې تر ټولو زيات امريکايانو ته نيږدې ؤ او له طالبانو سره د جګړې پّه پيل کې امريکايانو د ارزګان په ولايت کې د هليکوپترو په واسطه ديسانت کړی ؤ . همدغه راز يې نور هغه څوک پکې راوستل چې له دوی سره د طالبانو د حکومت ضد جګړه کې ملګري ؤ او دا جګړه له روسانو سره او له روسانو څخه دمخه له انګريزانو سره د ترسره شوو سپيڅلو جګړو تسلسل دی .
دا جګړه به هغه وخت ختميږي او سوله به راځي کله چې د اسلامي شريعت له پلوه د دې جګړې د اوږدولو لپاره کوم دليل پاتې نشي، که يو څوک داسې فکر کوي چې که طالبان اوربند وکړي ، مذاکرات شروع کړي او د امريکايانو په موجوديت کې له حکومت سره سوله وکړي ، په انتخاباتو کې برخه واخلي سوله به راشي دا هسې يو خوب او خيال دی ځکه چې دا جګړه د کوم شخص يا د کومې ډلې لپاره نه ترسره کيږي ، د دې جګړې انګيزه عقيدوي او فکري ده ، که داسې يوه سوله راځي دا به بيا سوله نه وي بلکه دا به يوه استخباراتي لوبه وي او يوازې په جګړه کې د يو څه شدت د کمولو او د کابل د ادارې او امريکايانو د برلاسي کيدو په خاطر به وي . د داسې يوې سولې په صورت کې به بيا نورې لسګونه داسې ډلې پيدا کيږي چې دا جګړه به مخته وړي او هغه وخت به بيا افغانستان يوه بله سوريه او عراق وي او د احزابو د تعدد او نفاق په اور کې به د سوځيدو په مرض هم مبتلاء شي.
په افغانستان کې د روانې جګړې اصلي لوري طالبان او امريکايان دي ، طالبانو د اختر په ورځو کې په خپل درې ورځني اوربند دا ثابته کړه چې په افغانستان کې د امريکايانو په وړاندې د مقاومت اصلي لوری دوی دي او امريکايان ځکه د جګړې اصلي لوری دی چې جګړه دوی پيل کړې ، د جګړې تمويل د دوی له لوري کيږي ، د پردې تر شا د پريکړو واک ټول د دوی په لاس کې دی او د ګډ حکومت مثال داسې دی لکه د يو شرکت د مالک کاريګر ، نو آيا که يو څوک د شرکت د مالک پر ځای د هغه له کاريګر سره خبرې کوي او کوم تړون ورسره لاسليک کوي دا به معقوله او منطقي وي ؟
د سولې په نوم خوځښتونه دا بايد درک کړي چې دوی بايد د ريښتونې سولې لپاره چې د جګړې د اصلي عواملو د له منځه تلو سبب شي کار وکړي ، نه د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري خبرو ته د ټټر وهل کومه ګټه لري، نه د ده له لوري د اوربند اعلانونه او نه په حکومت کې د شراکت وړانديزونه ، که دی واقعاً مستقل وي او سولې ته ژمن وي امريکايان بايد دې ته آماده کړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او د جګړې په هغو عواملو سره وغږيږي چې روانه جګړه يې له امله پيل شوې ده .

د امريکايانو موجوديت په افغانستان کې د سولې اړتيا نده ، په افغانستان کې په تيرو دوه پيړيو کې ټول جنګونه د بهرنيانو د تجاوز ، د دوی له لوري د حکومتونو د تپلو او د دوی د مداخلو له امله رامنځته شويدي. اوس هم د جګړې اصلي عامل دوی دي.
په افغانستان کې اسلامي شرعي نظام او د اسلامي شريعت له مخې د حکومت طرز د سولې اړتيا ده ، که د حکومت په يو اسلامي شرعي طرز د افغانانو تر منځ موافقه وشي او اسلامي شريعت کاملاً پلی شي ، سمتي ، قومي او ګوندي توپيرونه يوې خواته شي ، د ملت له قاتلانو او مجرمانو سره سازش ونشي په همغه لومړۍ ورځ په افغانستان کې سوله راځي.که له امريکا او نورې نړۍ سره بيا اړيکې ساتل کيږي دا اړيکې بايد د اسلامي شريعت په چوکاټ کې جايزې او روا اړيکې وي چې په دې کې بيا هيڅ حرج نشته او د داسې اړيکو په چوکاټ کې دې بيا د هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره کار وشي.
په افغانستان کې د ريښتونې او حقيقي سولې په هيله

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي