برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سعودي وليعهد د واک په ختمېدو دي

آریانانیوز: برتانوی ليکوال او تاريخ پوه مايکل برلي وايي، چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان پورې د اصلاحاتو او ستونزو د هوارولو هيلي هوايي کيسې دي او د هغه د واک شپې ورځې په شمار دي.



مايکل برلي د برتانيې ټايمز ورځپاڼې ته په ليکل شوې مقاله کې ویلي، چې د غربي هېوادونو د عامه اړيکو ادارو او ګوندونو د محمد بن سلمان د ستاينې لپاره ميليونونه ډالر ولګول، چې دغه ځوان وليعهد د کار او قوي سړی دی، خو يوازې شپږ مياشتې وروسته يې په اړه ناندرۍ زياتې شوې، تر دې، چې پلار يې سلمان بن عبدالعزيز هم ورته اوس د شک په سترګه ګوري.
دغه برتانوي تاريخ پوه او ليکوال زياتوي، چې وليعهد د نيوم په نوم پرمختللي ښارګوټي د جوړولو لپاره د اتيا ميليارده ډالرو د پانګونې اعلان کړی، چې د سعودي ۲۰۳۰ لرليد سره سم به جوړيږي، د دغه ښارګوټي د اشتهارونو سربېره ټول لګښتونه به تر دوو ټريليونه ډالرو ورسيږي او د سعودي وليعهد په وينا دغلته به د بهرنيو هېوادونو پانګوال خپلې پانګونې کوي، هلته به د ټينکالوجي او سياحت ډېر ځايونه جوړ شي.
د ليکوال په وينا داسې ښکاري، چې سعودي پاچا د دغه ښارګوټي له جوړولو په شا کيږي او لامل يې دا بللی، چې سعودي لا هم د امريکايي قضا له لوري له يو شمېر تورونو سره مخ دی، چې تر اوسه يې هم د سپټمبر د يوولسمې د پېښې په اړه امریکا ته بشپړ سپيناوی نه دی ورکړی او شونې ده، چې په امریکا کې د سعودي ميلياردونه ډالر کنګل شي.
ليکوال زياتوي، چې دغه ځوان شهزاده د سعودي بهرني سياست ته هم زيان اړولی او په دې اړه يې د يمن جګړې ته اشاره کړې، چې دغه جګړه درېيم کال ته داخل شوې، دغه جګړه کې د امريکا او برتانيې وسلې کارول کيږي، چې مياشتينی لګښت يې پنځه شپږ ميليارده ډالر کيږي.
د ليکوال په وينا د محمد بن سلمان له لوري د قطر د منزوي کولو هڅې هم له ناکامۍ سره مخ دي؛ ځکه چې د بن سلمان په وينا قطر د ترهګرۍ ملاتړی دی، خو تر اوسه يې کوم دليل نه دی وړاندې کړی، چې له امله يې د خليجي هېوادونو د همکاريو شورا هم له ړنګېدو سره مخ ده.
مايکل برلي د خپلې مقالې په پای کې ليکلي، چې محمد بن سلمان نه اصلاح غوښتونکی دی، نه قوي سړی دی؛ ځکه چې پلار يې په يوه لاسليک هغه له دندې او واک څخه ګوښه کولی شي او همداسې ښکاري، چې پلار به يې دی له واکه لرې کړي، ځکه چې د پلار باور يې پر زيانمن شوی، د شاهي کورنۍ نور غړي ورته غوسه دي او کېدای شي له همدې امله دغه ځوان شهزاده د ټول مني موسم فصل کې د سختو امنيتي تدابيرو لاندې د پلار په حکم په جدې ښار کې تېر کړی وي او د واک په چارو کې يې فعاليت تر سترګو نه شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي