برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د باطل پالو طاغوتيانو په اړه څو اړيني څرګندوني

آریانانیوز: هسي خو له ډېر پخوا څخه زموږ په ټولنه کي ډول ډول فسقونو او فسادونو شتون درلود. خو کله چي په افغانستان کي کمونيستي کودتا وسوه او ورپسې ګران هيواد روسانو اشغال کړ، زموږ د ټولني وګړي د هيواد په دننه او دباندي کي د ډول ډول ناخوالو، بدمرغيو او ورانيو ښکار سول. د هيواد په دننه کي زموږ د ديني او فرهنګي ارزښتونو ضد کمونيستي منحطه او مادي پاله ايډيولوژي واکمنه سوه، پر ضد يې اسلامپال، د پانګوالي ځواکونو تالۍ څټي او عام ولسي خلک را پاڅېدل. په يوه وخت کي د روسي اشغال په وړاندي هم ملي، اسلامي جهاد پيل سو او هم ورسره جوخت د روسانو او کمونيستي ايډيالوژۍ پر ضد د پانګوالي ځواکونو سياسي، ايډيالوژیکه جګړه پر لاره واچوله سوه. په دې ترڅ کي ډول ډول جاسوسي سازمانونه، د سيکولرو اندونو خاوندان، د عيسوي دين مبلغين، تشيع، وهابيت، د قومي، ژبني او سمتي تعصب پلويان او نور د هيواد په دننه او دباندي کي فعال سول. په هيواد کي سخته، اوږده او ورانوونکې جګړه روانه سوه او ورسره سم د افغانانو په منځ کي د دغو بېلابېلو يادو سوو عناصرو ډول ډول فعاليتونه او جلب وجذب ګړندی سو.
په هيواد کي د جګړې له امله خلک بېلو بېلو هيوادونو ته مهاجر سول، کړاوونه، لوږي او تنګلاسۍ پر راغلې، ديني او فرهنګي ارزښونه يې متزلزل سول. افغان ځوانان د دغو يادو سوو عناصرو د مختلفو فعاليتو تر اغېز لاندي راغلل، بېلو بېلو مغرضو کړيو لاسونه تر وکښل، چي په پايله کي يې زياتره له خپل هيواد، هيوادنۍ ميني، خلکو، وګړپالني، کلتور، اسلامي احکامو او اخلاقي او افغاني ارزښتونو څخه پردي او زيات شمېر يې له علم او پوهي بې برخي سول.
کله چي روسان دلته مات سول او زموږ له هیواده ووتل، له يوه پلوه د هغو لاسپوڅي دلته پاته سول او ډول ډول دسايس يې کول او له بله پلوه افغانان د دغو اغېزو له امله په خپلو منځو کي سخت سره اخته سول، د ډول، ډول متضادو موخو لپاره ډېر وخت سره وجنګېدل او کور په کور بدي رامنځ ته سوه.
بيا چي طالبان پر واک سول که يې څه هم ډېر ښه کارونه وکړل، خو اشتباهات هم ځني وسول. بيا چي امريکايانو هيواد اشغال کړ، د هغو ډول ډول جواسيس، ګماشته ګان او ګوډاګيان چي کلونه کلونه يې د هغو تربيه اخيستې وه دلته د امريکايانو په زور او ځواک واک ته ورسېدل. له بده مرغه په دې جګړه ځپلي او کنډواله هيواد کي بيا د اشغالګرو او د هغو د پلويانو او ولس جمع طالبانو تر منځ تر پخوا لا سخته جګړه ونښته چي دا يې اتلسم کال دی او اوس هم په خرپ او بې رحمۍ سره روانه ده.
اوس که وويل سي چي زموږ ډېر زاړه او ځوانان د امريکايانو او بېلابېلو هيوادونو جاسوسان سوي، د هغو پلويان سوي، سيکولر سوي، ماديپال سوي، فاحش سوي، پرديپال سوي، حرامخور سوي، په ډول ډول ژبنيو، قومي او سمتي تعصبونو لوغوړن سوي او فکرونه، ضميرونه او ذهنونه يې منحرف سوي دي ، نو دا به له واقعيته ليري خبره نه وي.
دغه منحرف عناصر د خپلو ډول ډول موخو په پام کي نيولو سره درګرده لګيادي د امريکايي اشغالګرو کفارو په پلوي د هغو سره اوږه په اوږه د اسلام، مسلمانانو، خپل هيواد او وطنوالو پر ضد په نه ستړي کېدونکې توګه جنګیږي، هم خپله غلاوي کوي او هم يې د پردو غلو سره د جوالونو خولې نيولي دي، خود کش بېګانه پرست سوي، خپل خلک ګواښي، زوروي، کړوی، بنديانوي او وژني يې. خپله پوهه او ليک لوست د پردو په ګټه استعمالوي، د اسلامي پوهانو، ديني عالمانو، مجاهدينو او مبارزينو سپکاوی کوی، ښکنځلي ورته کوي او ډول ډول ناروا او درواغجن تورونه پر لګوي، بر عکس د متهورو شرمښ صفتو درنده ګانو او قاتلانو، سګوانانو، بېناموسانو، زناکارانو، قاچاقبرانو او نالوستو لنډغرو بيا ملاتړ، صفتونه او عزت کوي.
ښه، نو که دغه باطل پال او د هغو دغه ځانګړني او ماهيت او دغه کړني او خبري پر اسلام او قرآن کريم عرض کړو، هغه د دوی په باب څه وايي؟
اسلام داسي فرمايي:
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: خَطَّ لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَطًّا، ثُمَّ قَالَ: «هَذَا سَبِيلُ اللَّهِ» ، ثُمَّ خَطَّ خُطُوطًا عَنْ يَمِينِهِ وَشِمَالِهِ، وَقَالَ: «هَذِهِ سُبُلٌ عَلَى كُلِّ سَبِيلٍ مِنْهَا شَيْطَانٌ يَدْعُو إِلَيْهِ» وَقَرَأَ: { «وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (153) » } [الأنعام: 153] الْآيَةَ (رواه احمد وغيره).
ژباړه: رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته يوه كرښه وايستل او بيا يې وويل : دا د خداى لار ده، بيايې ښي او كيڼ لوري ته ډېري كرښي وايستلې او ويې ويل : دا بېلي بېلي لاري دي چي د هري يوې پرسر شيطان ولاړ دى او خلك ورته وربولي. بيايې دا آيت ولوست : ﴿ اوهمدا (اسلام) زما سمه (برابره) لار ده (چي هيڅ کوږوالی پکښي نسته او د دواړو جهانو د نېکمرغۍ لار ده)، نو هغه واخلئ او (له دې پرته د بې لاريو ) نوري (باطلي) لاري (چي ما ځني منع کړي ياست) مه اخلئ، که نه تاسي به د الله له (له سيخي) لاري بېل (او تيت او پرک) کړي. اى خلکو! دغي سمي لاري ته ستاسي د پاملرني په هکله ستاسي پالونکى خدای په ټينګار سره سپارښتنه او لارښوونه کوي، په دې هيله چي تاسي (د الله امرونو ته په غاړه ايښوولو او د هغه له منع کړی سوو چارو څخه په ډډه کولو سره) د الله له عذاب څخه ځانونه وساتئ﴾.
نو څرګنده ده چي د دغو نبوي او قرآني لارښوونو او احکامو له مخي خو دغو کسانو د الله لار پرې ايښې او د ډول ډول شيطانانو په غوښتنو او لارښوونو يې کږې، منحرفي او د اسلام او هيواد د ګټو ضد لاري اخيستي دي او د قرآن او قراني احکامو او لارښوونو څخه يې برالا مخونه اړولي او پر نورو کږو لارو روان سوي دي.
په دې هکله بيا قرآن کريم فرمايي:
﴿وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ (36) وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ (37)﴾[زخرف:۴۳: ۳۶- ۳۷].
ژباړه: هر څوک چي د رحمان خدای له ذکر (قرآن) څخه مخ واړوي، نو دايې سزا سي چي موږ شيطان ور په پېڅه کړو (پر هغه باندي شيطان مقرر او مسلط کړو) چي د هغه (تل تر تله) ملګری وي (هيڅ نه ځني بېليږي او د هغه په بې لارۍ او ناکامۍ کي زياتوب راولي).
او دغه ملګري (چي له قرآن څخه د مخ اړوونکو په پېڅه کيږي) هغوی له لاري (د الله له دين څخه) اړوي (په دې توګه هغوی د الله اوامر نه پر ځای کوي او له هغو چارو چي الله منع کړي دي ډډه نه کوي، ګمراهي غوره ورته ايسي او پر الله باندي ايمان راوړل او طاعت بد ورته ښکاري) او داسي ګڼي چي پر سمه او حقه لار روان دي (، ځکه نو له خپلي ګمراهۍ څخه توبه هم نه کاږي).
حقيقت دادی چي د دغو عناصرو زړونه مسخ سوي دي، حق يې په سترګو ناحق ورځي او رښتيا او حقيقت هیڅ نه سي اورېدلای.
قرآن کريم وايي :
﴿ خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (7) ﴾ [البقرة : 7]
ژباړه: الله (هغو ته تر حق او حقيقت څرګندېدو وروسته د هغو د کفر، عناد او مادي پالني له امله) د هغو پر زړونو او غوږونو مهر لګولى دى او د هغو پر سترګو يې (ناڅرګنده) پرده غوړولې ده، (ځکه يې نو د لارښووني لاري ته نه برابروي) او هغو ته (په دوږخ کي) ډېر لوى عذاب دى.
هغوى په شهوتونو کي له غرقېدو او په ځمکه کي له ورانۍ پرته بله بوختيا نه لري او له علم او هدايت څخه ګټه نه اخلي، د حق او حقيقت سره دښمني کوي او پر ضد يې ټول وسايل او لاري چاري په کار اچوي او د حق د پلويانو په مخالفت کي خپلي شومي موخي او ګټـي ترلاسه کوي.
پر دغو شومو ساکښانو نصيحت او د اسلام او وطن د ګتو خبري هم هيڅ اغېز نه کوي، بلکي بد ځني وړي، ځکه دوی د حق د اورېدلو په اړه کاڼه او د هغه د ليدلو په هکله ړانده دي، د حق پرځای د باطلو پلوي کوي او باطل يې تر سترګو ښه او حق ايسي، الله جل جلاله د دوی غوندي کسانو په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته داسي فرمايي:
﴿ أَفَأَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ أَوْ تَهْدِي الْعُمْيَ وَمَنْ كَانَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (40)﴾ [زخرف:۴۳: ۴۰].
ژباړه: (دغه کافران د حق د اورېدلو په اړه کاڼه او د هغه د ليدلو په هکله ړانده دي،) نو آيا (ای پيغمبره!) ته کولای سې (د حق له اورېدو څخه) په کڼو خپله خبره واوې؟ يا ړندو ته (هغو ته چي په زړونو ړانده وي) سمه لار وښيې يا هغو کسانو ته لاروښيې چي (له حق او سمي لاري څخه) په څرګنده بې لاري سره بې لاري سوي دي ؟
اوس نو د حق او د الله د لاري داعيان او د دين حاملان بايد د دوی په وړاندي څه وکړي؟
دوی بل هيڅ نه سي کولای، بې له تبليغ او نصيحته. نوره لارښوونه، ګمراهي او حساب او کتاب يې په الله اړه لري. هو! الله تعالی له دوی څخه خامخا پر دې دنيا پر دوی باندي د حق د خاوندانو په بريالي کولو سره او په هغه دنيا په سخت عذاب ورکولو سره غچ اخلي. الله سبحانه وتعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د دغسي کسانو په اړه داسي ډاينه او تسلی ورکړې ده:
﴿ فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُمْ مُنْتَقِمُونَ (41) أَوْ نُرِيَنَّكَ الَّذِي وَعَدْنَاهُمْ فَإِنَّا عَلَيْهِمْ مُقْتَدِرُونَ (42)﴾ [زخرف:۴۳: ۴۱- ۴۲]].
ژباړه: که موږ(ای پيغمبره! ستا د قوم پر هغو کسانو چي تا درواغجن بولي تر بريالي کېدو او د دوی تر عذاب دمخه ) تا له دې نړۍ څخه بوزو (وفات دي کړو او د دوی سزا ونه وينې) بيا هم خامخا موږ له دوی څخه (په دنيا او آخرت کي دوی ته په عذاب ورکولو سره) غچ اخلو.
او يا به (ستا په ژوند کي) د دوی له عذاب څخه ځيني هغه څه په تا ووينو چي موږ يې د دوی سره ژمنه کړې ده. ځکه موږ پر دوی(او پر نورو ټولو) باندي ډېر زورور او ځواکمن يو (تابه پر برلاسی کړو او ستا او پر تا باندي د ايمان راوړونکو پرلاس به يې خوار او ذليل کړو، باور ولره چي دوی په هيڅ توګه موږ نه سي مغلوبولای).
همدغه تسلی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اوسنیو وارثانو(عالمانو، داعيانو او ناصحانو) ته هم ده ، والسلام.
ابوالوفاء

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي