برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسلامي مقدساتو توهین او زموږ مسؤلیت

آریانانیوز: د پورتني عنوان یا دې ته د ورته عنوانونو لاندي زیاتې لیکنې لیکل شوي او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، زه هم د دې لپاره چې د قلم په ژبه مې د خپل زړه غږ تر نورو مسلمانانو رسولی وي غواړم په څو لنډو ټکو کې یو څو مختصرو نقاطو ته د درنو لوستونکو پام را وګرځوم.
دا لومړی ځل نه دی چې د اسلام د ستر پیغمبر محمدرّسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې کفار سپکوونکي اعمال ترسره کوي، فرضي عکسونه، ویډیو ګانې، ناولونه او کیسې نشروي او په دې توګه د اسلامي امت د مظلومو پرګنو زړونه داغي. شاید ځینو ورونو او خویندو ته به دا یو نوی کار ښکاري، خو هغوی چې د اسلامي امت دردونه او ستونزي یې په ښه ډول درک کړي، خپل مسؤلیتونه یې پیژندلي او د کفارو له حربو او دسیسو اګاه دي، پوهیږي چې دا کومه نوې خبره او نوی کار نه دی بلکې دا د اسلام د راتګ سره سم د کفارو د دښمنیو یوه طریقه وه چې دوی به د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په شان په ډول ډول سپک اعمال ترسره کول.

اوس وخت کې چې اسلامي امت د یوۀ واحد او سرتاسري اسلامي قیادت څخه محروم کړل شوی، د سایکس بیکو فرضي کرښو اسلامي امت په لسګونو ټوټو ویشلی، د اسلام او جهاد په نوم راوتلي سلګونه ډلې ټپلې په خپل منځ کې یو د بل سره لاس او ګریوان دي، نو کفارو ته تر ټولو زیات د دې قباحت فرصت په لاس ورغلی چې د اسلامي امت په زخمونو مالګې ودوړوي، په عامو مسلمانانو کې ویره، اندېښنې او ګډوډي رامنځته کړي او تر ټولو سخته خبره خو داده چې که فرضا د اسلامي مقدساتو توهین کیږي، نو مسلمانان په خپلو هیوادونو کې هم د اعتراض د کولو په جرم د خپلو حکومتونو چې د کفارو لخوا پرې مسلط شوي، لخوا تهدیدیږي او اجازه نه ورکول کیږي یا که ورکول هم د سختو شرایطو د منلو نه پس، چې ښه بیلګه یې زموږ خپل هیواد دی. زه په خپله د دې واقعیت عیني شاهد یم چې کله د اسلامي مقدساتو توهین شوی نو دلته ځینو با احساسه محصلینو د مظاهرو په کولو د خپلې غصې اظهار کړی خو وروسته د دغو مظاهرو ترتیبوونکي نیول شوي او زنداني شوي دي، همدا راز د امنیت جاسوسان د خبریالانو په لباس کې د مظاهره چیانو منځ ته ورغلي او عکاسي یې کړې د دې لپاره چې د مظاهرې ترتیبوونکي و پیژني او بیا یې وروسته ونیسي. دا راز زموږ په منځ کې د اتحاد نشتوالی د ټولو هغو بدبختیو جرړه ده چې نن ورځ ورسره اسلامي امت مخ دی.
لومړۍ خبره همدا وه چې موږ واحد قیادت ولرو، خپل منځ کې اتحاد ولرو او په اسلامي هیوادونو د غرب لخوا د مسلطو شوو حکومتونو څخه ځانونه خلاص کړو نو بیا موږ کولای شو چې په خلاص مټ د نړیوال کفر خلاف خپل غږ پورته کړو او یا اقدام وکړو له دې پرته به نا ممکنه یا ډېره سخته وي چې موږ دې د اسلام د دښمنانو خلاف کوم مؤثر اقدام ترسره کړو؛ دویمه خبره دا ده چې کومې اسلامي جهادي ډلې دي نو که نور نه وي لږ تر لږه دې د هالنډ او یا د هر هغه هیواد حکومت او اتباعو ته اخطار ورکړي چې د اسلامي مقدساتو توهین کوي؛ په دې هیله چې د اسلامي امارت په مجاهدینو بده و نه لګیږي دومره به ووایو چې په دې برخه کې دوی ته هم زیاته تمه کیږي، دا اوس یې چې د هالنډي کافرانو په اړه کوم غبرګون ښودلی دغه بیخي پڅ دی او بیا لا دا چې له ملګرو ملتونو وغواړي چې باید د دغه کار عاملین محاکمه کړي، حال دا چې ملګرو ملتونو په خپل ټول تاریخ کې داسې کوم کار نه دی کړی او نه به یې وکړي نو بیا ولې له دغې مزدوري ادارې څخه داسې غوښتنه او هیله وشي؟!! د ټولو خبرو پرځای که یواځې د هالنډ حکومت ته اخطار ورکړل شوی وای چې اتباع به یې د دې شوم عمل بیه پرې کوي، نو زما په نظر دا غبرګون به ډېر مؤثر ؤ نسبت و هغې غبرګون ته چې طالبانو ښودلی دی.
وروستۍ خبره چې موږ ټول یې باید عملي کړو هغه دا ده چې د اسلامي زده کړو په برخه کې موږ ډېره لټي کړې ده، ځوانکی نسل مو زیاته برخه بیخي د اسلامي زده کړو څخه محروم دی، ځکه خو دوی یوازې په دې خبره خپل ځان له هر ډول مسؤلیت نه خلاص ګڼي چې د اسلام ساتونکی بس الله جل جلاله دی همغه به یې ساتي او یا وایي چې زموږ څه په وس نه دي پوره نو موږ به د کفارو خلاف څه وکړو، حال دا چې که دوی اسلامي زده کړه درلودای لږ تر لږه په دې خو به پوهیدل چې زموږ د ژوند اصل هدف همدا د اسلام منل، عملي کړل او له اسلامي مقدساتو د مال او سر په بیه دفاع ده، د دفاع لارې چارې او حربې به یې پیژندلی چې اوس یې نه پیژني.

راځئ چې د اسلامي زده کړو د پراختیا په ډګر کې په پوره اخلاص هڅې وکړو او له خپلو کورونو او اولادونو یې پیل کړو، که الله جل جلاله مه کړه دا نوی نسل مو همداسې د لوبو، سریالونو، فیشنونو او د دنیا د ګټلو په عبثیاتو کې مصروف او له اسلامي زده کړو لرې پاتې شي، نو بیا به یو وخت داسې راشي چې د کفارو د هر عمل پر وړاندې به تش د خولې غږ پورته کوونکي هم نه وي او یا که وي هم، خو دا نوی نسل به د هغو خلکو څخه نه وي.
ابو یاسر افغان
د نړیوال کفر د بشپړ زوال په هیله

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي