برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د۱۳۵۸کال د مرغومی شپږمه نیټه زمونږدهیواد توره ورځ

آریانانیوز: ګرانو لوستونکو! څرنګه چې هر کال د جدي شپږم زمونږ په ګران هيواد، دروسانود تيري او تجاوز توره ورځ زمونږ مجاهدولس د غونډو په کولو سره غندي مونږ هم پدې اړه خپل رسالت سرته رسوو د افغاني کمونستانو او د هغوی د بادارانو(روسانو) هغه جنايتونه چې په افغانستان کې يې سرته رسولي خپل راتلونکي نسل ته د يادښت په توګه پريږدو، څو زمونږ ځوان نسل د يرغلګرو له وحشتونو او مجاهد مسلمان ولس له جهاد، ميړانې او مقاومت څخه خبر شي د اسلام او وطن دوستان او دښمنان وپيژني.
ګرانو لوستونکو! تور مخو کمونستانو د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷ له ماسکو څخه په مستقيمه قومانده پر سردار داود خان کودتاه وکړه، پر داود خان کودتاه چې يوه منحوسه او کرغيړنه کودتاه وه، څو بيلګې ئې دلته مونږ ځکه وړاندې کوو چې د افغانستان په تاريخ کې نورو غلامانو او يرغلګرو دومره افغانان ذليل کړي او په شهادت نه وو رسولي لکه دې کمونستانو چې د غلامی ځنځيرونه ئې په غاړه اچولي وو او د خپلو بادارانو( روسانو) په امر ئې خپل هيوادوال، ځوانان، بوډاګان او آن په ځانګو کې تنکي، تنکي ماشومان پرشهادت رسول.
قدرمنو لوستونکو! کمونستانو چې د څو روسي روبلو په مقابل کې خپله خاوره، وطن، دين، ناموس او افغاني سپيڅلی کلتور وپلوره او له زميندارو او مالدارو څخه ئې مالونه او ځمکې قبضه کولې او په خپلو پلويانو به ئې ويشلې يواځې دا نه چې دا له شرمه ډک قدم ئې پورته کړ بلکې د هيواد ځوان نسل ئې د لينن او ستالين نظريې د خپلولو لپاره مسکو ته وليږه او ډير افغانان ئې په بيلا بيلو نومونو سره شهيدان کړل په نيولو، زنداني کولو او ژوندي تر خاورو لاندې کولو ئې هم صرفه ونه کړه همدا لامل وو چې د پاکې او سپيڅلې عقيدې لرونکي افغانان څه د جهاد سنګرونو ته لاړل او څه د خپل ناموس د خوندي کولو پخاطر نورو هيوادونو ته مهاجر شول.
عزتمنو لوستونکو! په کمونستي نظام کې هغه څه وو چې کاملاً د اسلام د مقدس دين، اسلامي لارښوونو او افغاني دود او کلتور سره ښکاره په ټکر کې وو، کمونستانو به چې کوم فرمان صادر کړ د هغه منل هر افغان ته د ايمان په بدل تماميده که ئې ترينه انکار کاوه نو ژوندی ئې تر خاورو لاندې کاوه، د کمونستانو د باطلې نظريې او ظالم نظام بيلګې زياتې دي لکه په کليو او بانډو کې د زده کړې په نامه د کمونستي نظرئې ښودل، د کنسرتونو په نامه ځوان نسل فحشا ته هڅول او ( ۱۴۰۰۰) افغاني ماشومان د زده کړو او تعليم په نوم مسکو ته ليږل، پنځوس زره نجونې كمونستي سازمان ته جذبول او داسې نور ناوړه کارونه کول وو چې افغانانو په خپل تاريخ کې دا ډول بې شرمي نه وه ليدلې، همدا لامل و چې افغان ميړني او مسلمان ولس د علماء کرامو په فتوی د کمونستانو په مقابل کې په مقدس جهاد لاس پورې کړ. هغه مقدس جهاد چې د روسي توپونو او ټانکونو په مقابل کې ئې يواځې په تورو، شلخي او چره دار ټوپکو ئې کمونستانو ته ماتې ورکړه کمونستان په روسي سپکو او درنو وسلو سنبال وو خو افغان ولس د خپلې اسلامي عقيدې او ايماني جذبې په لرلو سره د الله تعالی په مرسته په هر سنګر کې کمونستانو ته له شرمه ډکه ماتې ورکوله، چې کمونستانو له مجاهدينو سره د نه مقاومت له امله غچ او بدل له ولسي وګړو اخيسته د بيلګې په توګه ئې په لنډه توګه د څو وحشتونو يادونه کوو :
په ۲۴ د حوت ۱۳۵۷ كال په هرات کې (۲۵۰۰۰)ولسي وګړي په شهادت ورسول.
په ۹ د حوت ۱۳۵۷ کال د کنړ په کراړه کې د(هورا) په نه ويلو ئې (۲۰۰۰) کسان په شهادت ورسول.
د ثور په ۹ نيټه د کابل شريفو ښاريانو پاڅون وکړ او د سوريا او رابعه بلخي ليسو نجونو مظاهرې وکړې چې د سوريا د ليسې شاګردانې د حبيبی او د رابعه بلخي ليسې شاګردانې د غازي ليسو په طرف چې د هلکانو ليسې وې حرکت وکړ چې د ليسو مخې ته ورسيدې نو خپلې لوپټې ئې د هلکانو په سرونو واچولې او پيغورونه ئې ورکړل هغه وو چې په هلکانو کې د غيرت وينه هم په جوش راغله او د کابل ښار مظاهرو ونيوه چې بيا کمونستانو له هوا څخه په څرخي الوتکو او له ځمکې څخه په ماشينونو دکابل شريف ښاريان په خپلو وينو کې لت پت او له لسو زرو څخه زيات يې شهيدان کړل چې ډيرې نجونې د سوريا او رابعه بلخي د ليسو زده کونکې وې چې ناهيد، سلطانه، آمنه، سلما، حوا، زينب او فاطمه د دې کاروان مخکښې شهيدانې وې.
همداشان د حوت په ۳ د شپې له خوا د کابل ښار فضا د الله اکبر ملکوتي نعرو احاطه کړې وه چې د کمونستانو له خوا په سلګونو شريف ښاريان شهيدان او په زرګونو ئې د زندان تورو تنبو ته ټيل وهل شول.
محترمو لوستونکو! هغه وخت چې ډاکټر نجيب د خاد رئيس و د خپلو جناياتو په دوام به ئې د هرې مبارکې جمعې په شپه (۱۰۰) تنه مسلمان زندانيان د څرخي پله له زندانه پداسې حال کې چې سترګی به ئې پرې تړلی وې د تورو شيشو په موټرو کې د پيلګون دښتې ته رسول او هلته به ئې ژوندي تر خاورو لاندې کول. دا چې دوه اوونۍ شوې وې چې ډاکتر نجيب ناروغه و او د څرخي پله له زندان څخه ئې په پيلګون کې۱۰۰ــ۱۰۰ زندانيان ژوندي تر خاورو لاندې نه کړای شول په دريمه جمعه چې زندان ته راغی نو دې وطن دوست او افغان دوست ډاکټر صاحب!!! د افغانانو په تيرو دوه سوو پاتې شوو هم رحم ونه کړ په همدې ماښام ئې ( ۳۰۰ ) افغانان هغه پيلګون کې چې په ده سبز کې ورته د ژونديو هديره ويل کيږي تر خاورو لاندې کړل. ويل کيږي چې(۵۰۰۰۰)افغانان ئې هلته ژوندي ښخ کړي دي همدا ډول له هرات، مزار او له نورو ولاياتو څخه ئې په هليکوترو کې سپاره کړي زندانيان کابل ته د را رسولو په مهال په لاره کې له هليکوترو څخه غورځاوه او نيم به ئې هم کابل ته نه رارسول، د حضرت صاحب قلعه جواد د کورنۍ ۹۹ تنه وژل د کمونستانو لخوا ستره فاجعه يادولی شو.
د کمونستي رژيم بې واکه واکمن حفيظ الله امين يادونه کوو، چې د مجلس په پيل کې ئې په مسخره سره بسم الله…وويل او بيا د لمانځه په بهانه پاڅيدل ئې د شرابو په څښلو بدل کړل همدا راز د کمونستي رژيم روستي د بې واکه واکمن ډاکتر صاحب نجيب چې د زده کړې په دوران کې ئې د پوهنتون په انګړ کې زمونږ د سپيڅلي کتاب قران کريم بې حرمتي کړې وه د تاريخ پاڼو کې دا ټول جنايات ثبت دي چې په دو روز پی در پی(فلم)کې دا صحنې موجودې دي او هرڅوک ئې په خپلو سترګو ليدلی شي.
ګرانو لوستونکو! کمونستانو به هيڅ وخت دا ډول جنايات نه وای کړي او نه به ئې د افغان مظلوم ولس په وينو دښتې او غرونه رنګ کړي وای که د وخت واکمن سردار داود خان تيروتنې نه وای کړې چې ځينو خلکو هوښيار سړی باله ! خو هغه هوښيار په خپل لستوڼي کې ماران ساتلي وو چې نه يواځې د هغه د کورنۍ بلکې د ټول افغان ولس د وژلو او کډه کولو جنايات همدې کمونستانو ( لستوڼي مارانو) تر سره کړل.که سردار داود خان رښتيا هوښيار سړی وای نو په خپل حکومت کې به ئې کمونستانو ته لوړ پوستونه نه ورکول او دا ددين او وطن دښمنان( کمونستان) به ئې د ساتلو په ځای له منځه وړي وای خو هغه څه چې کمونستانو په داود خان وکړل په تاريخ کې ثبت دي چې د کورنی له غړو سره ئې په بې رحمانه توګه وواژه، زمونږ لرغوني تاريخ که د يرغلګرو وحشتونه ياد ساتلي دي نو د خپلو پلرونو او نيکونو مقاومتونه موهم ژوندي دي د مثال په توګه د افغان ولس جهاد او مقاومت وو چې کمونستان ئې د ذلت او ماتې سره مخ کړل نور په افغانستان کې د کمونستي نظام ساه په ختو وه چې روسانو پر افغانستان د کمونستي نظرئې او نظام د دوام پخاطر مستقيماً د جدي په شپږم تور ماښام د يو نيم لک وحشي سرو لښکرو په بدرګه پر افغانستان د بمونو باران او سور سيلاب جوړ او پوځي يرغل وکړ او ببرک کارمل ئې په ټانګ سپور تر ارګه را ورساوه د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږم تور ماښام د افغانستان په تاريخ کې هغه کرغيړن ماښام دی چې هيڅکله به دهغه د وحشت صحنې د افغانانو له ذهن څخه ونه وځي.
قدرمنو لوستونکو! مونږ د ثور اوومه او د جدي شپږمه ځکه کرغيړنې بولو چې غلامانو او يرغلګرو پدې ورځوکې زمونږ د ولس د وينو د بهولو پيل کړی دی، له بده مرغه د ميزان په پنځلسمه د امريکا تر يرغل پورې او لا څرګنده نه ده چې تر کومه به زمونږ د ولس دا وينې بهيږي تر اوسه پورې د دې وينو د بهيدو اصلی عاملين هغه کمونستي پوځي صاحب منصبان دي چې په کمونستي رژيمونو کې ئې د افغان مظلوم او بې دفاع ولس په وژلو له ډلګي مشری نه تر خوردضابطۍ او بيا تر جنرالي رسيدلي دي ، بد بختانه هغه د کمونستي رژيمونو ماشيني جنرالان د خپلې قبلې مسکو ( سرې ماڼی) په بدلولو اوس مخونه واشنګټن ( سپينې ماڼۍ) ته اړولي دي څرنګه چې ئې د روبلو په مقابل کې خپل د غلامی سرونه مسکو ته ټيټ کړي وو اوس ئې واشنټن ته د ډالرو په مقابل کې له هغه زيات ټيټ کړي دي کمونستان نن هم په افغان ولس د هغو وحشتونو يادونه او تکرار د امريکا ئې پوځ په سيوريو کې تازه کوي. کوم چې ئې د روسانو تر سيوری لاندې سرته رسول.
تر ټولو خو بده دا ده چې هم هغه کمونستي جنرالان د هيواد په رسنيو او تلويزوني چينلونو کې په خپلو مرکو کې ځانونه د ولس دوستان او د وطن خواخوږي معرفي کوي خو ولس پرې ښه پوه دی چې دا همهغه روسي غلامان دي چې د مخه ئې لاسونه د مسکو په قومانده د ولس په وينو سره وو نن د امريکا له حکم سره سم همهغه ډول جنايات په مظلومو، شريفو او متدينو افغانانو سر ته رسوي که اوس امريکا ئې پوځي يرغلګر زمونږ ودونه، جنازی، جوماتونه ، کورونه او نور مقدسات بمباروي او زمونږ ګران وطنوال شهيدانوي زمونږ له ذهن څخه د روسي يرغلګرو د يرغل په وخت کې په افغانستان کې د روسانو ظلمونه اوجنايات له ياده نه وځي روسي يرغلګرو په افغانستان کې د اشغال ټوله موده (3335) ورځي وه خو هره ورځ ئې په افغانستان کې هغه جنايات سرته رسولي چې اوس امريکائې پوځونه همهغه ډول جنايات او ظلمونه د خپل پوځي يرغل هدف ګرځوي روسانو په ياده موده کې دوه ميلونه افغانان شهيدان او په همدومره شمير ئې معيوب او يتيمان کړل ، ترلسو ميلونو زيات افغانان ئې دخپلو وحشتونو په دوام د خپل وطن ، کليو او کورونو پريښودلو ته اړ کړل چې بدبختانه تر اوسه پورې د روسي او امريکائي يرغلونو له وحشتونو په کډه شوي افغانان خپلو کورونو ته نشي را تللای. په پرديو هيوادونو کې هغه نا خوالې ګالي چې د ګاللو او زغملو نه دي که خپل ټاټوبي ته ستنيږي پخواني کمونستان ئې تهديدوي او د ترهګری ټاپی پرې وهي.
عزتمنو لوستونکو! مونږ د روسي يرغل د جدي د شپږمې يادونه کوو ، خپل ځوان نسل ته ئې د تاريخ په توګه د هغوی وحشتونه يادوو ! وايو چې د ثور کودتاه روسي يرغلګرو ته د افغانستان په پاکه خاوره قدم ايښودلو ته زمينه برابره کړه کمونستان چې د اوسني حکومت په لوړو پوستونو دندې ترسره کوي که هر څو په رسنيو کې د وطن دوستۍ او افغانيت چيغې او سورې ووهي دغه تور مخي کمونستان همهغه د وطن او افغان ولس دښمنان دي چې تر نن ورځې پورې زمونږ دبدبختيو سبب ګرځيدلي دي. دا هم بايد په ډاګه کړو چې روسانو د خپلې ماتي په وروستی ورځې هغه څه له ځان سره يوړل چې دوی ته نه کيدونکي ښکاريدل او دمنلو وړ ورته نه وو، د توپونو جهازونو، ټانکونو او يو نيم لک وحشي لښکرو په بدرګه په امو له غروره ډک سرونه را اوړيدلي او ګرمو اوبو ته د رسيدو په تکل کې وو چې د افغان ولس دايمان په عقيده سمبال مقاومت او جهاد په پايله کې غاښ ماتي او سرماتي بيرته سرټيټي په شرميدلې تيښته وتښتيدل او اخري عسکر چې د امو له سيند څخه تيريده افغانستان ته ئې مخ واړوه چې افغانستان زمونږ قبرستانه بيابه کله هم درنه شو!
محترمو لوستونکو! د روسي يرغلګرو هغه وحشتونه چې په ګران هيواد کې ئې سر ته رسولي له افغانانو نه هيريږي.
دبيلګی په توګه لغمان کې ئې په ۱۳۶۲ کال ( ۲۰۰۰) ولسي وګړي په يوه ورځ شهيدان کړل حتی چې د علي خيلو د قوم د ماشومانو په سينو کې خښې برچې ئې همغسې خښې پريښې وې،د بغلان ولايت د کيلګي په دشته کې مسلمانوعسکرو د روسانوخلاف پاڅون وکاوه چې روسانو د کيلوالو په ګډون (۱۵۰۰) تنه په شهادت ورسول. په لوګر کې چې روسانو هلی کپتر ښکته کړ څه ئې چې وکړل هغه هر چاته معلوم دي لله الحمد همغه څرخي الوتکه د هاشم په نامه يو مجاهد رانسکوره کړه او د خپل افغاني غيرت غچ ئې ترې واخيست تر اويا زرو زيات افغانان ئې د جګړو او کورونو د تالاشی په مهال ونيول مسکو ته ئې انتقال او د وسلو په کارخانو کې ئې شپه ورځ په کار بوخت کړل، روسانو به دغو مظلومو افغانانو ته ويل چې ستاسې په لاسونو دغه جوړ شوي کارتوس او وسلو باندې ستاسې پلرونه ،ميندې او ورونه وژنو، او ستاسې کلي او کورونه پرې ورانوو همداشان روسانو په افغانستان کې تر شپيته ميلونو زيات ښخ کړي ماينونه پريښي دي چې د يو روسي جنرال په وينا ( زمونږ له وتلو وروسته به پنځوس کاله له افغانانو سره زمونږ ماينونه جګړه کوي). حقيقت دا دی چې نن هم زمونږ په کليواو بانډو کې پر هغوماينونو زمونږ ولسي وګړي شهيدانيږي .
ګرانو لوستونکو! مونږ ته دا هم ياد ده چې روسانو د خپل يرغل پرمهال د (۵۵۰۰) کيلو وزن لرونکي سکاډ توغندي، زرکيلو وزني اوراګان او خرواري نيپال بمونو په ورولو سره زمونږ د ولس کلي او کورونه له خاورو سره خاورې او په کنډوالو بدل او په افغانستان ئې د بمونو باران جوړ کړی وو خو زمونږ د ولس سپيڅلی جهاد او مقاومت ئې خاموش نه شو کړای.
که روسانو او کمونستانو زمونږ ګران هيواد په کنډواله بدل او په هر کور کې ئې ميندې په وير کينولې الحمد لله تر هغي بدې پايلې ئې په خپلو سترګو وليدلې،چې هغوی ئې د لاندې تاوانونو سره مخ کړل او سوپر طاقت څخه ئې صفر طاقت ته راښکته کړل او د افغانستان د جهاد په برکت شوروي اتحاد دړې وړې شو چې د منځني اسيا څوارلسو هيوادونو له شوروی اتحاد څخه ازادي تر لاسه کړه همداراز د روسانو( ۲۰۸۰ ) طياری تخريب شوې(۱۷۰۰۰) ټانکونه(۲۱۰۰۰)نقليه وسايط له منځه تللي او (۵۰۰۰۰) روسان وژل شوي اوپه سوونو بې درکه دي د روسانو دورځې (۴۵) ميلونه ډالر مصرف ووچې(۳۳۳۵) ورځې افغانستان کې پاتې شوي چې له اقتصادي لحاظه روسيه ديواليه او ډيره کمزورې شوه او له خپلو سيالانو سره سيالی څه چې نن ئې غلامي کوي.
عزتمنو لوستونکو ! په پای کې ستاسې توجه دې خبرې ته راګرځوو هغه دا چې د جدي د شپږمې عاملين کمونست جنرالان هغه قهرمانان دي چې پرون ئې د روسانو د خوشحالولو لپاره بريتونه لوی کړي وو د هورا او سوسياليزم چيغې به ئې وهلی خو کله چې مجاهدينو کابل ونيوه، همدغو قهرمانو جنرالانو بريتونه کم کړل ږيرې ئې پرېښودې او پکولونه ئې په سر کړل دجهاد او اسلام خبرې ئې کولی، خو کله چې طالبانو کابل ونيوه،دوی خپلې ږيرې لوئې کړې او پګړي ئې په سر کړل.
د جومات او طالب صفتونه به ئې کول، کله چې امريکايانو په افغانستان يرغل وکړ دوی ږيرې وخريلې، نيکټائې او صليب ئې په غاړه کړل او د ديمکراسی او جمهوريت چيغې وهي ، خدای مکړه که سبا سيکان يا هندوان، افغانستان ونيسي دوی به د سيکانو غوندې پګړي په سر او د هندوانو غوندې به په خپلو ټنډو خالونه ووهي او په لاسونو کې به بنګړي او کرې واچوي د بامبړ، پنډت او بابا ګورو نانک صفتونه به کوي ځکه چې دا ابن الوقت عناصر دي ښه ئې وپيژنی چې هيڅ دين او مذهب نه لري دوی د هغې رقاصې او بازيګرې غوندې دي چې د هر چا ډول ته ګډيږي څوک چې پيسې زياتې ورکوي د هغه ترڅنګ دريږي، لعنت په هغه چا چې يو دين او يو مذهب نه لري څوک چې په قدرت کې وي د هغوی ملګري وي که مونږ افغان ولس ته يادشوي تاوانونه ، تباهۍ او کړاوونه د داود خان تيروتني او يا د ولس غفلت ياد کړو په دواړو صورتونو کې مونږ سره چې څه وشول هغه ښه ونه وشول، خو لوړه حوصله، د ايمان جذبه د اسلام او وطن سره مينه او محبت دراتلونکو وختونو لپاره له مشکلاتوڅخه دخلاصون لار ده.
محترمو لوستونکو ! د ځينو جهادي مشرانو له خوا افغان ولس سره يو بل ظلم او نه بخښونکی عمل داهم دی چې دجدي دشپږمې او د ثور د اوومې عاملين او د شل لکو شهيدانو قاتلين وبښل شول. دا اوس چې په موجوده حکومت کې د دوو ميلونو شهيدانوقاتلين په لوړو پوستونو پاتي دي دا هم يو نه بښونکی جرم دی که په طالب نظام کې دوی (کمونستانو) سره داسلامي اصولو په بنياد چلند شوی وای دامريکا يرغل او په افغانستان کې روانې تباهۍ به دومره دوام نه وای موندلای لکه څرنګه چې افغان ولس له داودخان اوځينې جهادي مشرانو څخه ګيله لري چې کمونستانو ته ئې دسزا په ځای مکافات ورکړل دا رنګه دا ګيله هم طالب نظام ته په ګوته نيولو سره راجع کيږي چې طالب نظام کې هم هغه سزا کمونستانو ته ورنکړل شوه کومه چې ورته د خپلو کړنو په مقابل کې لازمه او اسلام ورته ټاکلي وه.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
اســــلام زنـــده بــاد.
تل دې وي افغانستان.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي