برخه -څانګه : accidents, afghanistan, note, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکا او غلامان دې د شوروي ځواکونو له ماتې عبرت واخلي

آریانانیوز: له نن نه درې لسیزې وړاندې د دلوې د میاشتې په شپږویشتمه نېټه افغانانو شوروي زبرځواک مات کړ او د خلق او پرچم تر نامه لاندې د هغوی ګوډاګیان یې د نړۍ په وړاندې سرټيټي ودرول؛ نو ځکه ښایي، امریکا او ناټو د هغوی له شکست څخه عبرت واخلي
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي «که اوسني غربي يرغلګر او په ټوله کې ناټو او لاسپوڅي يې لږ هوش او خرد ولري، بايد د شوروي اتحاد او د هغوی د کورنيو غلامانو له شکست څخه عبرت واخلي.که دوی هم په خپل اشغالګرانه او غلامانه دريځ ټينګار کوي، بې له شکه چې له هماغه عار او ماتې سره به مخ کيږي له کوم سره چې د کمونيزم لارويان مخامخ شوي و او هر کال د دلوې ۲۶مه د ستر پيغور په حيث ورته یادیږي اعلامیه زیاتوي «د غه ستره او تاریخي ورځ او پيښه ثابتوي چې په افغانستان او افغان ملت باندې د پرديو افکارو منلو او د دې جهادپال هيواد مستعمره ګرځولو لپاره هر ډول مادي هڅه، زر، زور او تزوير نتیجه نه ورکوي طالبانو د شوروي په وړاندې د جهاد په مهال شوې کارنامې خپل ویاړ ګڼلې او یاده کړې یې ده، چې د جهاد د شهیدانو د ارمانونو د وارث په توګه به ددې ویاړلي ملت برم اعاده کوي او له امریکايي اشغاله به نجات ورکوي
د طالبانو په خبره، د روان جهاد په برکت به د شهیدانو، یتیمانو، معیوبینو او مهاجرينو پاکې آرزوګانې پوره کيږي او دا ځورېدلی ملت به يو ځل بيا هم د خپل ستر رب تعالی په نصرت د له راپېښو بدمرغيو نجات مومي.
طالبان داسې مهال امریکا له شوروي څخه عبرت اخستلو ته رابولي، چې په قطر کې د دواړو لورو تر منځ پیل شوي مذاکرات ورو، ورو د توافقنامې د لاسلیک لور ته نږدې کېږي او تمه ده، په تعقیب یې بهرنیان افغانستان پرېږدي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي