برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

داعش یوه بله ډرامه

تیره جهارشنبه لسوتنو برید ګرو د کورنیو چارو وزارت پر نوې ودانۍ برید وکړ.


د کورنیو چارو وزارت چې د کابل ښار په تر ټولو یوه خوندې سیمه کې موقعیت لري تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي.
خو برید ګرو یادې سیمې ته د رسیدو لپاره ځان په امریکايي لباسونو ، امریکايي موټرونو او امریکايي وسلو مجهز کړی او په ناڅاپي ډول یې د وزارت پر لومړي قراول برید وکړ چې په غیر متوقع ډول د وزارت د خاصو محافظتي ځواکونو له مقاومت سره مخ او په ډیر کم وخت کې دا برید د لسو برید ګرو په وژل کیدو او یوه امنیتي سرتیري او ۵ تنو پولیسو په مرګ ژوبلې سره پایته ورسیده.
د سږکال له پیله دا دریمه ډرامه ده چې د امریکتیانو په دستور ، د دولتي ځواکونو په هماهنګي او د داعش جنګیالیو په کار کردګي سره د کابل په ښارکې تر سره سره کیږي .
لومړۍ هغه یې د فبروري د میاشتې په ۶ د قرغې پر ۱۱۱ فرقې باندې برید و چې د ۱۱ امنیتي سرتیرو وژل کیدا او ۱۶ نورو د ژوبل کیدو ادعاء ورکې وشوه، یاد برید چې د ترسره کولو نسبت یې داعش ته وشو د دریو داعش وسله والو په وژل کیدو او یوه تن په ژوندي نیول کیدو پایته ورسیدو.
دغه برید چې د کورنیو چارو وزارت پر پخواني ودانۍ ترخونړي برید وروسته تر سره شو په رسنیو کې یې پراخ انعکاس وموند تر دې چې ولس مشرغني یې د پلټنو لپاره ځانګړی پلاوی وټاکه چې د هغوی د پلټنو په ترڅ کې د ۱۱۱ فرقې اووه (۷) تنه پوځي چارواکي چې په هغو کې دوه لوړپوړي جنرالان هم وو له دندو ګوښه کړل .
دغه ډول تعامل د خپل نوعیت له مخې یو اختصاصي تعامل او د نورو بریدونو په اړه کله هم نه دی تر سره شوی، او نه وروسته د هغه بندي برید ګر اعترافات نشر شول چې په یاد برید کې یې د ژوندي نیول کیدو ادعاء شوې وه.
دوهمه د فبروري د میشتې په ۳۰ مه په کابل ښارکې د امنیتي ځواکونو لخوا د داعش د یوه ستر پوځي مرکز د کشف کیدو ډرامه وه چې د امنیتي چارواکو په وینا په یاد مرکز کې داعش جنګیالو ته پوځي زده کړې ورکول کیدې او د دوی په باور چې د ۱۱۱ فرقې برید هم له دې مرکزه رهبرې شوی و.
په یاد مرکز کې چې د کابل ښار په کوټه ی سنګي سیمه کې یې موقعیت درلود یوه زیاته اندازه پوځي مهمات ، داعشي اشتهارونه او د ملي اردو یونیفارم او نور پوځي لوازم هم تر لاسه شول.
خو هیښوونکې ورکې دا وه چې امنیتي ځواکونو نه په دې ستر مرکز کې د کوم داعشي د شتون خبر ورکړ او نه يي هم د هغه په ارتباط د چا د نیول کیدو رپوټ ورکړ.
دریمه ډرامه همدا د تیرې ورځې د کورنیو چارو وزارت خونړۍ ډارمه وه چې د لسو داعشي برید ګرو او یوه تن امنیتي سرتیري په وژل کیدو سره پایته ورسیده.
د برید ګرو لخوا د امریکايي وسلو، امریکايي یونیفارم او امریکايي ضد مرمي موټرو کارول څه عجیبه او مشکله خبره نه ده ، ځکه دا هرڅه د ګډ حکومت له دولتي / پارلماني د لالانو څخه په ډیر کم قیمت تر لاسه کیدای او هغوی یې په خپل تضمین له برید ګرو سره د پیښې ځای ته رسوي ، خو خبره په دې کې ده چې څرنګه لس تنه برید ګر د یوه پولیس په مقابل کې ووژل شي او د وزارت ټول محافظتي ګارډ د برید له پیل کیدو سره سمدستي د پیښي په ځای کې حاضر او له برید ګرو سره لاس او ګریوان
د تیر۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې پر اچین د بمونو د مور له استعمالولو نیولې بیا په کابل کې د وزارت داخله تر پروني ډارمه يي برید پوري ټول هغه نمایشي کړنې دي چې د امریکايانو لخوا داعش ته د اشتهاراتي کمپاین په حیث تر سره کیږي.
له دغه ډول کړنو څخه امریکایان دوه هدفه لري:
لومړی : داعش په سیمه کې د یوه بالقوه ځواک په توګه مطرح کول .
دوهم : په افغانستان کې د داعش د موجودیت تر شعارلاندې خپل اشغال ته مبرر پیدا کول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي