برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حدیبيې ته د رسول الله ﷺ تياري او زموږ لنډ مهاله اوربند

لکه جهاد او غزاګانو کې چې زموږ مخته د رسول الله ﷺ روڼه لاره او روښانه مسیر پروت دی، د سولي او اوربند په اړه هم د رسول الله ﷺ ځلانده مواقف او دریځونه زموږ مخته پراته دي، په دې لړ کې په ځانګړې توګه د حدیبیې د سولي روایات او هغه باره کې د رسول الله ﷺ چلند د لمر په څېر روښانه دي، زه یې دلته یواځې حدیبیې سولي ته د تياري او د هغې د ګټو څو نمونې رااخلم.
د سلفو یوه عالم یوه خبره مې چرته لیدلې وه، هغه وایي: مجاهد ته لکه څنګه چې د جګړو چل زده کول ضروري دي، د سولې چل زده کول له هغه زیات ورته لازمي دي، ځکه جګړه عارضي او سوله تل وي.
لکه څرنګه چې جګړې ته ضرورت پیدا کیږي، کله بیا سولي ته له هغه زیاته اړتیا لیدله کیږي، زموږ د هیواد فعلي شرایط ايجابوي چې موږ باید سوله وکړو، موږ چې سولي ته څومره ضرورت لرو هغه ټولو ته روښانه دي، زموږ د هیواد اشغال او د هغه په وړاندې د ولس وېش او ترمنځ یې د عام ولس کړاوونو، وژنو او ګڼ شمیر ښکاره او معنوي ستونزو داسې حالت رامنځته کړی چې ټول د امریکا او دخيلو باندنيو قوتونو په ګټه او زموږ د ولس په تاوان ده.
دا تاوان کوم معلوم سیاسي یا محدود اقتصادي تاوان نه دی، دا زموږ د ولس او هیواد د بقا خبره ده، نن زموږ بقا تر سوال لاندې ده، فعلي شراط او روان حالات موږ د هلاکت کندې ته غورځوي، د دخيلو ځواکونو ارادې داسې دې چې زموږ هیواد د اوږدو جګړو ډګر پاته شي، زموږ ارادې سلب کړي او د ډلو، ګوندونو او طايفو په صورت کې مو د روبوټانو غوندې وکاروي. له دې هلاکته د ځان ژغورلو لپاره یواځنۍ لاره د ښکیلو اړخونو تر منځ سوله او روغه جوړه ده. او که موږ په رښتیا ارادې لرو نو دا لنډمهاله اوربند باید اوږد او تر سولي یې ورسوو.
سوله کې به لویه ګټه دا وي چې وینه تویېدل به ودريږي، نور سیاسي موقفونه او دریځونه باید داسې برابر کړل شي چې د هیواد د لویو ستونزو حل ته یووالی ولرل شي، مختلف لوري ټول په دې ښه پوهیږي چې اشغال او د امریکایانو شتون د ستونزو اصلي لامل دی، د اشغال د ختمولو لپاره ګډ دریځونه رامنځته کول؛ شوني دي. که ښکیل اړخونه خپلو کې سره نږدې شي د الله په فضل دا درنده ستونزه هم د یووالي په برکت حل کیدلی شي. الله ته اسانه ده
د حکومت او طالبانو په موجوده بېخي لنډمهاله اوربند اتفاق هغه هیلې بښونکی ګام دی چې سابقه او ساری نه لري، په دې لنډه موده کې باید په جذباتو او شعارونو وخت ضایع نه شي، په دې موده کې باید د پټو یا بالواسطه … اړیکو پرځای ښکاره اړیکي ټينګي شي، که د مشرانو په کچه نه وي د باصلاحيته استازو له لاري باید اړیکي ونیول شي او که نور هیڅ نه کیږي اقلاً د اوربند په غځولو باید توافق رامنځته شي.
د اوربند غځولو او موضوغ رغولو لپاره لومړي ګام کې باید د بندیانو بښل او خوشي کول پیل شي، په ځانګړې توګه حکومت باید دا کار جدي وبولي او د اوربند اعلانولو په څېر د بندیانو خوشي کولو کې هم سمدستي ګام پورته کړي، که حکومت د طالبانو آن مشرانو بندیانو ازادولو اقدام وکړي دا به ډېره ښه او اوربند هیلې بښونکی وګرځوي.
دلته د رسول الله ﷺ حدیبیې سولې ته د تياري لپاره څو هغه بېلګې رااخلم چې هغه زموږ لپاره نمونه او د تقلید وړ دي، هغه داسې چې هغه له خپل مشرک دښمن سره څومره نرمي او مهرباني پیل کړه چې د هغې له برکته یوې سترې سولې ته لاره هواره شوه. هغه څو نمونې په لاندې ډول دي.
د حدیبیې سولې ته تیاري
مکه کې سخته وچکالي روانه وه، دا وچکالي هغه مهال لا سخته شوه چې د یمامه (اوسنی ریاض) لوی مشر “ثمامه بن اثال” اسلام ومانه او د یمامه خلکو په مکه باندې د خوراکي توکو بندیز ولګوه. هغه مهال مکې، طائف او ورڅېرمه سیمو ته اکثره خوراکي توکي له یمامې نه راتلل.
رسول الله ﷺ چې د حدیبیې سولي اراده وکړه د مکې له خلکو یې دا بندیز پورته کړ، داراز د مکې غریبانو ته یې 500 اشرفۍ مرسته هم ورولیږله، څو په دې توګه د مکې د خلکو زړونه جلب او سولي ته یې چمتو کړي. سیرة ابن هشام، الاستیعاب لابن عبد البر، المبسوط للسرخسي، شرح السیر الکبیر للسرخسي. د ډاکټر حمید الله رحمه الله د (رسول الله کي سیاسي زندګي) په حواله
د حدیبیې سولې ته د زمینه سازي یا لاره برابرولو په نیت رسول الله ﷺ یو بل مهم کار تر سره کړ، هغه دا چې د مشرکینو د وتلي مشر او د شرک د لښکرو سرخېل ابو سفیان لور “أم حبیبه” رضي الله عنها سره یې واده وکړ! أم حبیبه پخوا مسلمانه شوې وه، له خپل مېړه عبد الله بن جحش الاسدي سره یې حبشې ته هجرت کړی و، هلته یې مېړه اسلام پرېښود او عیسائیت یې ومانه. چې هغه مړ شو دا یواځې پاته شوه.
د حبشې پاچا ته رسول الله ﷺ حال ولیږه چې ام حبیبة ورته نکاح کړي او هغه په لوړ مهر سره ورته نکاح کړه. په دې اړه لاندې ایت نازل شو: لیري نه ده چي الله يو وخت ستاسي او د هغو خلكو تر منځ مينه واچوي چي له هغو سره نن تاسي دښمني را اخيستې ده. عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً. (سورة الممتحنة، الآية 7)
که څه هم د صحیح مسلم له یوه روایته معلومیږي چې دا واده د حدیبیې له سولي وروسته د هجرت په 7 کال شوی دی خو سیرت لیکونکو دا خبره کره نه ده بللې، صحي خبره دا ده چې دا واده د حدیبیې له سولې مخکي شوی دی. په دې سره د رسول الله ﷺ د مکې د مشرکینو له لوی مشر او اغېزمن شخصیت ابو سفیان سره دوستي شوه او په دې کار سره د حدیبیې سولې ته لاره هواره شوه.
د حدیبیې سولي ګټې
د حدیبیې سولې یوه ستره ګټه اګټه وه چې دا سوله د مکې د سوبې او فتحې مقدمه شوه او پر دې علاوه بله ستره ګټه یې دا وه چې د سولې په سوځول دوه کلنه موده کې خورا زیات مشرکان او کافران اسلام ته داخل شول، په دې اړه د امام الزهري رحمه الله مهمه وینا رااخلو.
امام الزهري رحمه الله وایي: اسلام کې د حدیبیې له سولې بله لویه فتحه نه ده رامنځته شوې، دی وایي: له دې مخکې به کفار او مسلمانانو په جګړو کې سره مخامخ کېدل، او د حدیبیې له سولې وروسته شونې شوه چې مسلمانان او کفار سره کېني، خبرې او مباحثې وکړي چې د دا ډول عاقلانه بحثونو، مجلسونو او ناستو له برکت ګڼ شمیر خلک مسلمان شول، په دې دوو کلونو کې د اسلام د تېر ټول وخت په نسبت زیات خلک مسلمان شول.
ابن هشام رحمه الله د امام الزهري رحمه الله په دې خبره لیکي: د الزهري د خبري دلیل دا دی چې د حدیبیې د سفر په مهال له رسول الله ﷺ سره څوارلس سوه کسان وو، خو له دې دوه کاله وروسته د مکې د فتحي په سفر کې له رسول الله ﷺ سره لس زره کسان ملګري وو. سيرة النبي صلى الله عليه وسلم لابن هشام 3/ 372.
وروستۍ هیله
لکه مخکي مو وویل د حکومت او طالبانو لنډ مهاله اوربند د هیواد په اتلس کلنه خونړۍ موده کې سابقه او ساری نه لري، نو دا زرین فرصت او ګټوره موکه باید داسې وګرځوو چې نور خیر او نېکې هیلې وزیږوي، موږ باید پوه شو چې زموږ سوله او روغه جوړه ډېر داخلي او باندني دښمنان لري، د حکومت او طالبانو مشران باید دا نازک حالت درک کړي، او تکراراً وایم چې که نور هیڅ نه وي اقلاً دواړه لوري دې بندیان خوشي کړي او اوربند دې نوره مناسب موده هم وغځوي، دا موکه د الله په مبارکه میاشت کې د الله خاص رحمت وګڼئ او د الله دا ستر رحمت خامخا نور هم وغځوئ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي