برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان په صلحې او ثبات کښې ټاکونکی رول

آریانانیوز: د افغانستان په صلح حامد کرزي چې د نړیوالې صلحې په اتمه غونډه کښې د ګډون په موخه بیجنګ ته تللی، نن دیوی مرکی په ترځ کښې د افغانستان په پراختیا، صلحې او امنیت کښې د یو سیمه ایز قدرت او لوبغاړي په توګه د ایران رول ډیر مهم وباله او ویې ویل: ایران د افغانستان یو ښه ګاونډی دی او کابل او تهران ډیرې لرغونې او دوستانه اړیکې لري او د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې ډیرې پراخې دي.
کرزي زیاته کړه چې ایران په افغانستان کښې ډیر مهم موقعیت لري او تل یې د افغانستان له صلحې، امنیت او ثبات سره پوره پوره مرسته کړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر هم داشان په دې خبرې سره چې د صلحې مذاکرات باید د افغانستان د خلکو په مشرۍ وشي ټینګار وکړ: د افغانستان خلک صلحه غواړي او حق لري چې پس له څو کلن جنګ او نښتې ارامښت ته ورسي. او ثبات کښې ټاکونکی رول

شریک یي کړئ!