برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د صلحې د مشورتي لوې جرګې دوړاندیزونوردول

آریانانیوز: طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټولنیزو ویب پاڼو کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د صلحې مشورتي لویه جرګه د حکومت له خوا یوه نمایشي غونډه او له سیاسي یوازې کیدو د ولسمشر اشرف غني د ژغورل کیدو یوه هڅه وبلله او د دې جرګې وړاندیزونه یې رد کړل.
طالبانو په دغه بیانیه کښې هم داشان د صلحې په مشورتي لویه جرګه کښې په ګډونوالو باندې په نیوکې سره، هغوي له امریکايي نیواکګرو سره په ملګرتیا تورن کړل.
ذبیح الله مجاهد په دغه خبرپاڼه کښې د نیواکګرو له خوا د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په ملکي وګړو باندې د بمبارۍ او د جوماتونو د ورانولو په وړاندې د لوې جرګې د غړو د چپتیا په غندلو سره، له امریکايي نیواکګرو سره د صلحې د خبرواترو له ختمیدو وروسته له کورنیو لورو سره په مذاکرې باندې خپله پابندي اعلان کړه.
د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې پریکړه لیک ته د طالبانو سخت غبرګون په داسې حال کښې شوی چې دغې ډلې مخکښې هم له افغانانو غوښتي وو چې دغه غونډه بایکاټ کړي.
له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتنې لپاره د مهال ویش د برابرولو ضرورت، د صلحې په بهیر کښې د طالبانو شاملیدل او د روژې په مبارکې میاشت کښې د جنګ او تاوتریخوالي بندول، په کابل کښې د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې د پاييز پریکړه لیک مهم ټکي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي