برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امريکا د افغان جګړې په اړه

آریانانیوز: د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يو تازه راپور کې ويل شوي دي چې امريکا په افغانستان کې د اوږدې جګړې په اړه د خپل ولس د ملاتړ د ترلاسه کولو له پاره خپلو خلکو ته پرله پسې دروغ وايي.


په راپور کې ويل شوي دي چې د افغانستان د جګړې د تلفاتو او ناکاميو په اړه د امريکا او نورې نړۍ رسنۍ سره توپير لري او د امريکايانو ترمنځ اوس دا ګنګوسي زياتې شوي دي چې ولې دا توپير موجود دی او د جنګ راپورونه او ارقام سم نه ښودل کيږي.
د راپور له مخې د امريکا حکومت په خپلو راپورونو کې وايي چې په افغانستان کې طالبان يوازې ۴۴ ولسوالۍ په واک کې لري خو په حقيقت کې طالبان د افغانستان ۶۱ سلنه خاوره په خپل کنټرول کې لري.
د يادونې وړ ده چې د ۲۰۰۱ کال راهيسې چې امريکا په افغانستان يرغل وکړ ۲۰۱۷ هغه کال و چې طالبانو په کې د افغانستان ډېرې سيمې په خپله ولکه کې واخيستې.
راپور زياتوي چې د افغانستان په جګړه کې يوازې ۲۲۰۰ امريکايي عسکر وژل شوي دي او واشنګټن تر دا مهاله تر ۴۰ اربه ډالرو زیاتې پیسې د افغانستان په جنګ لګولي دي، چې دا د امريکا تر ټولو اوږد او ګران بيه جنګ ګڼل کيږي او د امريکا ولس په دې خوښ نه دی چې د افغانستان په ناکام جنګ کې دې په دومره زياته اندازه مصرف وشي.
د نيويارک ټايمز راپور زياتوی چې د افغانستان د ډېرو ولسواليو د مرکزونو کنټرول يوازې د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې ده، خو د ولسواليو د مرکزو نژدې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.
د شنونکو په باور په افغانستان کې د طالبانو ورځ تر بلې پرمختګ او د امريکا په لګښتونو ولاړ افغان دولت چې ورځ تر بلې د فسا د او کمزورۍ لور ته روان دی، امريکايي ولس په دې خوښ نه دی چې د داسې يو جنګ چې ګټه نه لري او د امريکا دومره لګښت پرې وشي، نو امريکايي چارواکي اړ دي چې د خپلو ګټو او په افغانستان کې د جنګ د بريا په موخه خپل ولس ته ځان بريالی او کامياب وښايي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي