برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان کې دترینګلتیاؤ په سختیدا دملګروملتو اعتراف

آریانانیوز: راپورراکوی،دافغانستان د امنیتی وضعیّت په ارزولو سره، د ملګروملتو امنیت شورا په افغانستان کې د ناکرارایو په زیاتیدا اعتراف کړی اود دغې موسسې سرمنشی آنتو نیو ګوتریش په همداوروستیو کې وئیلی دی ، دافغانستان امنیتی وضعیّت دتیر وخت په نسبت لاترینګلی شوی او دعامو خلکو مرګ ژوبلې هم کمې شوی نه دی ، دافغانستان په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی دامیچی یاماموتو هم وئیلی دی ، که امنیتی وضعیّت همدغه شان دوام وکړی ، نو د دغه هیواد پارلیمانی انتخابات به په ټاکلی وخت ترسره نشی .
د ملګروملتو له خوا په افغانستان کې د امنیتی مشکلاتو په زیاتیدا او دوام کې په ډاګه بریښی،چې ددغه هیواد وضعیّت هغه شان نه دی،چې د افغانستان حکومتی اوامنیتی چارواکی ئې دافغانانو لپاره او د نړیوالو لپاره بیانوی،خو واقعیتونه دومرهښکاره دی ، چې یو کس هم ترې انکار نشی کولی او افغانان کلونه کلونه کیږی ، چې له دغه شان وضعیت سره لاس اوګریوان دی
ډیری شناندی وائی دافغانستان دامنیتی وضعیَت یوه معنا دا کیدلی شی ، چې امریکائی اوناټو ځواک پخپل ماموریت کې ماته خوړلې ده ، که څه هم اصلی مشکل له دې هم لاستر دی ، او هغه دا دی ، چې په افغانستان کې بهرنی عسکر په تیره بیا امریکائی پوځیان نه غواړی ، په افغانستان کې امنیت تامین شی او دوی پخپله دجنګ په دوام کې غوره رول لوبوی و دوی ماته نه ده خوړلې ، بلکې د دوی ماموریت بحران او ترینګلتیاؤ ته دوام ورکول دی .
په هرحال ، دافغانستان د پارلیمانی انتخاباتو د ترسره کیدا په باب شک او شبهات ممکنه ده ، څه خاص معنا ولرل شی ، خو واقعیت دادی ، چې دافغانستان امنیتی وضعیّت ، دانتخاباتی کمیشنونو مشکلاتو، اختلافاتو ، دجعلی پیژندپاڼو دثبتونې مشکلاتو دانتخاباتو ترسره کیدا تر پوښتنې لاندې وروستې ده ، خو تادامیچی یاماموتو هغه کس دی ، چې د نهه میلیون افغانانو دنامو د ثبتونې موضوع تائیدوی ، اوس چې هغه دانتخاباتو دترسره کیدا په باب شک کوی ، نو دا چاره ښئ چې پخپله نړیواله ټولنه په تیره بیا امریکا دانتخاباتو د ترسره کیدا په ځای دبل څه پروګرام په فکر کې شوی ده .
د چاره ډیری کارپوهان او شناندی دا هم وائی ، سرته بدبختی داده چې د افغانستان حکومت له یوې خوا له سختو اختلافاتو سره مخامخ دی او له بل پلوه له خپلې خوا هیڅ اختیارات نه لری ا و اوسنۍ بدبختی ، چې د افغانانو په نصیب کیږی ، د افغانستان دحکومت دنالایقتوب له امله ده .
په یوه دغه شان وضعیّت کې که په افغانستان کې کوم سیاسی بهیر پیاوړی وائ ، نو خلکو ورته هیلې زیاتې شوی وې ، خو له بده مرغه دافغانستان ستر ملی ائیتلاف او نوره واړې واړې سیاسی ډلې ټپلې هم په دې حد کې نه دی ، چې افغان ولس پرې تکیه اوباؤر وکړائ شی .
په دغه شان حالاتو کې بیا هم همدغه بهرنیان په تیره بیا امریکایان دی ، چې د خپلو سپیرو موخو لپاره دافغانستان دجنګ ځپلی هیواد د مظلومو خلکو له برخلیک سره به لوبې وکړی ، که افغانان له یوه ښه اوغوره ولسی حکومته برخمن وائ ، یا ئې کوم غوره سیاسی ګوند درلودلی ، نو اوس به نورو د دوی له برخلیک سره دغه شان لوبې نه کولې

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي