برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ثبات او همپالنې ټیم پر وړاندې دسیسه

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس ډاکټر عبدالله عبدالله د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر په کابل کې د اسلامي وحدت ګوند په سیاسي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، ټاکنیز کمېسیونونه باید د خلکو د پاکو رایو ساتنه وکړي او هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په درغلیو لاس پورې کړي
نوموړي دولت جوړوونکي ټیم ته په کنایې وویل چې د ثبات او همپالنې ټیم له داسې یوه ټیم سره مخامخ دی چې درغلي یې د کارونو سر دی او بنسټ یې هم پر دروغو ولاړ دی او په وینا یې، د ثبات او همپالنې ټیم پر وړاندې دسیسه روانه ده چې د دوی ورته پام دی
د اسلامي وحدت ګوند مشر محمدکریم خلیلي په یاده غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، د ټاکنو د لومړنۍ پایلې اعلان په هېڅ ډول د منلو نه دی او هېڅوک به په درغلیو جوړ حکومت ونه مني
نوموړي ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته به اجازه ور نه کړي چې د ټاکنو کمېسیون له لوري اعلان شوې پایله تایید کړي
بله‌‌خوا د افغانستان ژغورنې لپاره د سیاسي ګوندونو اېتلاف په کابل کې د یوې ځانګړې ناستې پر مهال د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون نه وغوښتل چې په بشپړې بې‌طرفۍ د ټاکنو له قوانینو او کړنلارو سره سم د ټولو ټیمونو شکایتونه وڅېړي
دغه اېتلاف همدارنګه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون نه هم وغوښتل چې ژر تر ژره د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي