برخه -څانګه : fun, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خوښ اوسېدلو شل لار

آریانانیوز: په چاپيريال کې د ډيرو انديښنو او غمونو له امله نن سبا هر څوک خفه او پريشان دی، خو اروا پوهانو په دې اړه خپلې څيړنې او تحقيقات کړي دي ترڅو انسان هغو لارو چارو عملي کولو ته راوبولي چې خپل ژوند يې خوښ او له انديښنو لرې وي، راځئ لاندې څو لارښوونې ولولو او عمل پرې وکړو چې پرمټ به يې ان شاء الله ستاسوانديښنې او غمونه په خوښۍ پدل شي يا به مو لږ تر لږه د غمونو او انديښنو په کنټرول او کمولو کې ارزښتناک ثابت شي.
لومړی: هر وخت ځان بوخت وساتئ!
هر کله چې انسان په جسمي او ذهني توګه په يوه کار کې بوخت وي نو هغه بيا هغو سوچونو او فکرونو ته وخت نه ورکوي چې انسان پرې غمجن او خفه شي نو ښه خبره داده چې بايد سړی په يو کار کې بوخت واوسي.
دوهم: کوچنۍ خوښي هم عبث مه ګڼه!
وړې وړې خوشالۍ هسې نه دی، هر لوی کار له پيله کوچنی وي، نو له هرې کوچنۍ خوښۍ څخه ګټه واخله، هر کلی ورته ووايه او خپل ځان خوشاله وساته، هر کله چې يوه لويه خوشالي رامنځته کيږي په لومړي سر کې وړه وي، که فکر وکړو نو د واده خوشالي په لومړی سر کې کوچنۍ وي خو چې کله وخت تيريږي، لوی حالت ته رسيږي.
دريم: غمونه مه کوه!
هيڅکله غمونه مه کوه، څه چې کيږي هغه انسان ته په تقدير کې ليکل شوي دي، که چېرته بيا هم ته ډېر سخت غم په سر اخيستی يې نو فکر وکړه چې په نړۍ کې ډیر داسې خلک شته دي چې له تا څخه ډېر غمونه پرې راغلي دي، نو په دې فکر مه کوه چې ولې غم راباندې راغلی مګر په دې فکر وکړه چې څنګه د نورو خلکو په څېر له دې غم نه ځان خلاص کړم.
څلورم: د سبا غم مه کوه!
موږ چې په کومه زمانه کې اوسيږو همدا زموږ ژوند هم دی او زمونږ عمر هم دی، دا هيچا ته معلومه نه ده چې څوک څومره عمر لري، نو د نن ورځې ژوند په سمه توګه وکړه، د سبا غم مه کوه، که چېرې ته نن د سبا غم کوې نو په نن کې هيڅ کله د سبا چارې نه ترسره کيږي، يوازې دا چې نن به په سبا ضايع کړې خو نن به سبا ترلاسه نه کړې.
پنځم: د الله (ج) ذکر کوه!
د الله (ج) ذکر او د قرانکريم تلاوت هغه څه دي چې انسان خوشاله او ارام ساتي، څوک چې د الله (ج) په ذکر او قرانکريم تلاوت کې مشغول وي هغه به هيڅکله خفه او اندېښمن نه وي او تل به خوشاله وي.
شپږم: نيک اعمال وکړه!
که غواړې چې خوشاله واوسې نو نيک اعمال وکړه، ځکه چې له نيکو اعمالو سره انسان سکون او اطمينان ترلاسه کوي او هيڅکله به غمجن او خفه نه يې، ځکه چې همدا نيک اعمال تاته فکر درکوي چې الله (ج) به يې په جنت کې بدله او اجر درکوي؛ نو ته به خوشاله يې.
اووم: په الله (ج) توکل وکړه!
هيڅکله خپل اميدونه او ارمانونه له چا پورې مه تړه، انسانان هيڅکله د چا غم نه کوي يوازې الله (ج) دی چې د خپلو بنده ګانو احتياج او مشکلات له منځه وړي، نو که څوک چېرته بل چاته تمه کوي هغه انسان هم يوه ورځ حتماً ستا د طمعې خلاف کار کوي او ستا هيلې او ارمانونه خاورې کيږي نو ښه خبره ده چې هر څه له الله (ج) نه وغواړې او له بنده ګانو نه طمعه ونه کړې.
اتم: د هر چا په اړه ښه فکر وکړه!
هر انسان ښه او بد اړخونه لري، هيڅ انسان داسې نه دی چې هغه دې کومه ستونزه ونه لري، خو ښه انسان هغه دی چې نيکۍ يې له بديو زياتې وي، نو د هر چا په اړه ښه فکر کول تاسو ته باطني خوشالي دربښي، خو که چېرته د چا ذهن له چا سره په دې بوخت وي چې دا سړی بد دی، نو حتماً به يې غيبت هم کوي او بهتان به هم پسې وايي د هغه هر اقدام به درباندې بد لګيږي نو ته به په روحي توګه نا ارام او خفه وې.
نهم: د الله (ج) په نعمتونو شکر وباسه!
الله (ج) انسان ته ډېر نعمتونه ورکړي دي، نو هر انسان بايد د الله (ج) په نعمتونو شکر وباسي، خپل روغ او سالم بدن ته وګوري، بيا د يو معلول انسان لاسونو او بدن ته وګوري، خپلو روغو سترګو بيا د يو نابينا سترګو ته وګوري، يعنې له خپل ځان نه ښکته انسانانو ته وګوري بيا خپل ځان ته وګوري نو هغه دې په خپل ځان شکر وباسي او همدې سره به دغه انسان خوښي او اطمينان ترلاسه کوي.
لسم: د تقدير په پريکړه راضي اوسه!
د تقدير په پريکړو راضي او خوښ اوسېدل هم تاسو ته خوښي دربښي، انسان ته چې الله (ج) په تقدير کې کوم ډول ژوند ليکلی وي هغه هيڅکله نشي بدلېدلی او په دې بايد انسان قانع شي چې الله (ج) انسان ته څه شی په تقدير کې ليکلي دي هغه به ورته حتماً رسيږي. نو د تقدير پريکړو ته تسليمېدل هم انسان ته ډېره خوښي او ارامي وربښي.
نور بيا….
ژباړه: فضل باري مشفق

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي