برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زرګونه ماینونه مې شنډ کړل؛ خو حکومت هېر کړم”

آریانانیوز: د زرګونو ماينونو شنډوونکی معلول سرتېرى وايي، له کومې ورځې يې چې د ماين په چاودنه خپلې پښې او سترګې له لاسه ورکړې، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.


دغه سرتېرى محمد سليم نومېږي، د غزني ولايت اصلي اوسېدونکى دى چې د غزني تر څنګ يې په پکتيا او ننګرهار ولايتونو کې ١٤ کاله د ملي امنيت په ليکو کې دنده ترسره کړې ده.
نوموړي د مرغومي په پنځمه د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د خپل ماموريت پر مهال يې ٣٧٧٥ ماينونه شنډ کړي دي.
هغه وايي: ((٣٧٧٥ ماينونه مې شنډ کړل، کله مې چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ ٣٧٧٦یم ماين شنډاوه نو راباندې يې چاودنه وکړه او سخت يې ژوبل کړم.))
د يادې چاودنې له امله د سليم يو لاس، دواړه پښې او جوړه سترګې له لاسه ورکړې او اوس د خپلې کورنۍ د اوږو بار دى.
سليم زياتوي: ((کله چې ماين راباندې وچاودېد، ښځه مې زما لپاره روغتون ته راغله، څو ورځې هلته وه، کله چې بېرته خپل کور ته ستانه شوو، نو کور هم غلو وهلى و، هېڅ يې راته نه و پرېيښي.))
د هغه په وينا، دا په کومه کچه ماينونه چې ده شنډ کړي او دغه هر ماين يواځې يو کس وژلى واى، نو اوس به څومره کسان وژل شوي وو؟
نوموړي په ژړغوني غږ وويل: ((څلور کلنه لور مې ده، راته وايي اغا که ته روغ واى نو اوس به دې زه دوکان ته بیولم.))
خو محمد سليم له حکومته ګيله من دى چې په تېرو درېيو کلونو کې يې هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده کړې.
دى وايي: ((د شهيدانو او معلولينو په دفتر کې مې ورته وژړل چې کومک راسره وکړئ، خو چا مې غږ وانه ورېد، بيا د ځوانانو ټولنې مشر راباندې پېښ شو، له هغه ځايه يې و ايستم او مرسته يې راسره وکړه.))
سليم دوه لوڼې لري او مېرمن يې هم ځوانه ده، هغه وايي چې د دوى راتلونکي ته سخت ځورېږي.
نوموړى وايي: ((زه خو پښې او لاسونه نه لرم، وړه لور مې راته وايي چې اغا ته ولې دومره وړکى يې نور سړي خو غټ غټ دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د دندې پر مهال د ښه کار کولو له امله اړوندو چارواکو ورته ستاينليک او مډال هم ورکړى خو که اوس ورسره مرسته ونه کړي نو خير غوښتلو ته به اړ شي.
بل لور ته بيا د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو امر نصرالله سیاسي وايي که دغه سرتېرى امریت ته مراجعه وکړي، نو دوى به يې حق ورکړي.
هغه له نورو خبرو کولو ډډه وکړه.
په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وويل چې د موسسو له لوري د مرستو پر مهال له دغه سرتېري سره هم مرستې شوې دي.
هغه وايي: ((موږ پلان لرو چې له دغه سرتېري سره نورې مرستې هم وکړو.))
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم لسګونو سرتېرو پژواک ته ګيله کړې چې د دندې پر مهال معلول شوي خو حکومت يې بيا پوښتنه نه ده کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي