برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ټاکنې هېواد د بې ثباتۍ لور ته بيايي

آریانانیوز: پخواني ولسمشر حامد کرزي له ولسمشريزو ټاکنو سره مخالفت ښودلی، هغه يې د هېواد بې ثباتۍ او سولې د له منځه وړلو لامل بللي دي
کرزي له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، ټاکنې به هېواد نور هم د بې ثباتۍ لور ته بوځي او له طالبانو سره د سولې شته چانس به هم وګواښي
د کرزي په وينا ټاکنې د زړه د هغه ناروغ په څېر حالت دی، چې يو سړی د زړه خطرناکه ناروغي ولري، او بل څوک ترې د منډې سياليو کې د ګډون غوښتنه وکړي
پخواني ولسمشر زياته کړې، چې جنجالي ټاکنې او جنجالي رايې اچونې به هېواد کې د تاوتريخوالي روانه لړۍ نوره هم تونده کړي او بې ثباتي زياته کړي
حامد کرزي يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د سولې درېدلې خبرې بايد بېرته پيل شي، خو دا ځل بايد دا خبرې د امریکا او طالبانو نه، بلکې د افغانانو ترمنځ وي
د حامد کرزي سربېره ډېری افغان سياستوالو هم په روان ترينګلي وضعيت کې ټاکنې د سولې پر وړاندې خنډ او د هېواد د بې ثباتۍ لامل بللي دي
د امریکا سفارت هم ويلي، د ټاکنو امنيت او روڼوالي په اړه ورته ډېر شکايتونه رسېدلي او اندېښنه يې ښکاره کړې، که وضعيت همداسې وي، نو د ټاکنو پایلې به هم جنجالي شي
د سياستوالو او کارپوهانو پر خلاف د ګډ حکومت چارواکي د ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار کوي او ټاکل شوې، چې د روانې تلې مياشتې په شپږمه ټاکنې ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي