برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

هند کې پر افغان محصلینو برید

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د نامعلومو کسانو یوې ډلې د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو پر محصلینو برید کړی دی.


هندي رسنیو خبر ورکړی، چې نامعلومو کسانو په دغه هېواد کې د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو پر محصلینو په چاقو او ډبرو ګوزارونه کړي دي.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا برید د ګجرات پوهنتون په دارالامان سیمه کې پر هغو بهرنیو محصلینو شوی، چې د تراویح لمونځ یې ادا کاوه.

د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه ۵ تنه محصلین ټپیان شول.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې زرګونه افغان محصلين په زده کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي