برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۴ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د هند استازی د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور ونیول شو

آریانانیوز: د هند د تلنګانه ایالت د محلي اسمبلۍ یو غړی د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور نیول شوی دی.


ټي راجا سینګ، د تلنګانه ایالت د محلي اسمبلۍ غړی او د بي جي پي ګوند پورې تړلی، د پیغمبر اکرم (ص) په اړه د سپکاوي څرګندونو په تور ونیول شو.

د این تي وي د راپور له مخې، په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د دغه استازي د وینا یوه ویډیو خپره شوه چې په یوه برخه کې یې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی کړی و.

له دې اقدام وروسته د حیدراباد د پولیسو مرکز ته څېرمه خلکو مظاهرې وکړې او د هغه د نیولو غوښتنه یې وکړه.

مظاهره چیانو وویل چې ټي راجا سینګ د خلکو په ځانګړې توګه د مسلمانانو احساسات ژوبل کړي دي.

تر دې مخکې د هند د واکمن ګوند رسمي ویاند چې مشري یې لومړی وزیر نریندرا مودي ده، د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په یوه ټوېټ پوسټ کولو سره د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د اعتراضونو څپې راوپارولې.

په ۲۰۱۹ کال کې یوې هندۍ وېبپاڼې چې د توکمپالنې جرمونو څېړنه کوي اعلان وکړ چې په تېرو لسو کلونو کې په هند کې د تاوتریخوالي له ۹۰ سلنه ډېر قربانیان مسلمانان وو. په داسې حال کې چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت هڅه کوي چې د مسلمانانو پر وړاندې په خپلو کړنو او سیاستونو سره د هند اسلامي هویت او تاریخ له منځه یوسي. دا ناشونې نه ده چې په هند کې به تاوتریخوالی د هغه څه په پرتله نور هم زیات شي چې تر اوسه لیدل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي