برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په هند کې د افغانستان د سفارت د تړلو احتمال

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو د بندیدو احتمال شت


هندي رسنیو ویلي چې ښايي په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت چې د پخواني افغان حکومت د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېده، وتړل شي.

انډیا اکسپریس راپور ورکړی چې دا په داسې حال کې ده چې په هند کې د افغانستان سفیر په وروستیو میاشتو کې له هند څخه وتلی دی او ډیپلوماتانو د راپورونو له مخې د پناه اخیستو وروسته دریم هیوادونو ته سفر کړی، او لاهم د سفارت د کارمندانو ترمنځ د خپلمنځي جګړو راپورونه وجود لري.

د پاکستان او ایران برعکس هند په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت طالبانو ته نه دی سپارلی.

په همدې حال کې په هند کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي د پلویانو او مخالفینو ترمنځ داخلي اختلافات زیات شوي دي.

طالبان هم په دغه مقام کې د مامونزي د شتون مخالف دي.

ماموندزي شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د خپلې دندې د ګوښه کېدو خبر اوازې وبللې او ویې ویل، چې دغه سفارت د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته له طالبانو سره هېڅ تړاو نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي