برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په هند کې د امریکا د پوځي اډې د جوړولو په اړه د روسیې انتقاد

آریانانیوز: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دي چې د افغانستان په ګاونډیو او په ځانګړې توګه په هند کې د پوځي اډو د جوړولو لپاره د امریکا هڅې روانې دي.


لاوروف وویل: زه د امریکا له مداخلې ښه خبر یم، ما اوریدلي چې پنټاګون هڅه کوي چې هند دې ته وهڅوي چې په خپله خاوره کې متحده ایالاتو ته فرصتونه ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د روسیې ولسمشر د جنیوا غونډې په څنډه کې له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې ویلي وو، چې مسکو د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په افغانستان کې د بریدونو لپاره د اډې د جوړولو په اړه د امریکا له هوکړې سره مخالف دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې پاکستان مخکې د امریکا دا ډول وړاندیزونه رد کړي وو، او ازبکستان هم دا ډول غوښتنه ترلاسه کړې دی، خو دا چې د اساسي قانون له مخې، د ازبکستان په خاوره کې د بهرنیو اډو جوړول ممکن نه دي.

لاوروف زیاته کړه چې په قرغزستان کې د پوځي اډې د جوړولو لپاره د امریکا غوښتنه هم د ولسمشر له خوا رد شوې ده.

نوموړي همدا راز امریکا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت په نه جوړولو مسئول وګڼل او ویی ویل : هغه همدا راز پر امریکا تور ولګاوه چې په افغانستان کې یې یو ټول شموله حکومت نه دی جوړ کړی او ویي ویل: د ځینو امریکايي سیاسي شنونکو په اند، له همدې امله کارونه همداسې روان شول، ځکه چې واشنګټن د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره د ټاکل شوي مهال ویش په پوره کولو کې پاتې راغلی. له همدې امله طالبان هم د ملي اجماع د حکومت د جوړولو له مکلفیت څخه ځانونه آزاد وباله.

شریک یي کړئ!