برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ننګرهار – دپرمختيائي پروژې دکارپیلیدا

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دننګرهار مرستیال والی تمیم عارف مومند د دی ولایت د پرمختیایی کمیټي په نوبتی ناسته کې وویل په روان ۱۳۹۸ کال کی به د حکومت له پرمختیایی بودجی نه د دری ملیارده او اوه نوی ملیونه افغانیو په ارزښت لوی او وړی پرمختیایی پروژې پلی شي. د نومړي پر وینا ددغو پروژه مراحل تر ډیره بشپړ شوي چې ځینی یی پیل او ځینی دپیل کیدو په حال کې دي.
په دې ناسته کې دننګرهار ولاتی داقتصاد رئیس غلام الله افغانیار وویل ننګرهار ته دورکول شوی شل ملیونه افغانیو پرمختیایی بودجی نه هم پوهنې روغتیا ا و کرنی په برخه کې پروژې ډیزان شوي چې دیر زر به یی چاری پیل شوي نوموړی وویل هندوستان هیواد هر کال له افغان حکومت سره په پرمختیایی برخه کې د څه باندی سل ملیونو ډالرو مرسته کوي چې له دغو پیسو څخه هم دولس پروژي په ننګرهار کی تر لاس لاندی دي چې چاری به یی په روان کال کې بشپړی شي داقتصاد ریس وویل په روان کال کې ټول پیل شوی او پیلدونکو پروژو کې هغه سیمو ته چې تازه له جګړو راوتلی او بی ځایه شوی کورنۍ بیرته خپلو کورونو ته ستنیږي لومړیتوب ورکول کیږي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي