برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنج‌شنبه, 11 جولای , 2019 لنډ لینک :

داستناف محکمې دوه تنه کارکوونکې ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې نن سهار شاوخوا ۷ بجې نامعلومو وسله والو د استناف محکمې دوه تنه کارکوونکي په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې د پیښې عاملین له سیمې تښتیدلي او په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د استیناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي‌زاده، پېښه تأييد کړې او وایي چې دواړه کارکوونکي د بېلابېلو دیوانونو مدیران وو چې دندې ته د تللو پر مهال نامعلومو وسله والو وژلي دي.د پیښې پړه تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه