برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بادغیس کې ۲۰۰ حق الزحمه ښوونکي ګومارل کېږي

د بادغیس د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د ۲۰۰ حق الزحمه ښوونکو د ګمارنې په موخه د آزاد رقابت آزموینه واخیستل شوه.


یاد حق الزحمه ښوونکي د پوهنې وزارت په لارښوونه په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د هوارولو په موخه استخدامېږي. په دغه آزموینه کې د سلګونو مېرمنو په ګډون شاوخوا ۳۰۰۰ کسانوګډون کړی و، چې ټول د پوهنتونونو او دارالمعلمینونو فارغان دي. د یادو کسانو له ډلې به د یوې رڼې پروسې په پایله کې ۲۰۰ تنه حق الزحمه مسلکي ښوونکي وګومارل شي.
د بادغیس د پوهنې رییس زکریا رحیمي د یادې آزموینې د پیل پر مهال وویل، چې د دغو ښوونکو له ګومارلو سره به په ښوونځیو کې د ښوونکو د کموالي ستونزه تر یوه بریده هواره شي.
هغه د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې دغه پروسه په بشپړ شفافیت سره ترسره کېږي او د هر ډول تقلب او لاسوهنې مخنیوی به پکې وکړي.
دیادونې وړ ده، چې د بادغیس په ولایت که ټول ۴۸۰ بابه ښوونځي فعال دي، چې د یادو ښوونکو له ګومارولو سره به د ښوونکو د کموالي هغه تشه تر ډیره ډکه شي، چې دامهال د یاد ولایت په ښوونځیو کې تر سترګو کېږي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي