برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ایت الله خمینی د ظالمانو په مقابل کښې مقاومت وکړ

د افغانستان دپارلمان غړی او داهل سنتو یوه(۱) نامتو عالم مولوی عبدالرحمن رحمانی له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل ایت الله خمینی رحمت الله علیه د ستاینې وړ شخصیت دی چې تل د اسرائیلو دغاصب رژیم او دظالمانو په مقابل کښې د مقاومت اډانۍ وه.



هغه وویل ایت الله خمینی رح یو(۱) ستر شخصیت، مجاهد او انقلابی مشر وو چې د ټولو ظالمانو او کفارو په مقابل کښې ودرید.
د افغانستان دغه اهل سنت عالم مولوی عبدالرحمن رحمانی د ایت الله خمینی رحمت الله علیه لخوا دقدس د ورځې په توګه د روژې د مبارکې میاشتې داخری جمعې ورځې نومولوته په اشارې سره وویل اسلامی هیوادونه په تیره بیا د سعودی عربستان دال سعود رژیم مشران ددې پرځاې چې په بیت المقدس له تیری کرکه اعلان کړی قدس د اسرائیلو او دفلسطین دخلکو ترمینځ ګډ سرحدی ګڼی چې دا یوه ستره او خطرناکه غلطۍ (تیروتنه ) ده.
هغه وویل دقدس دمسلې په وړاندې د ځینو اسلامی هیوادونو په تیره بیا د ال سعود رژیم چپتیا د اسرائلو د نیواکګر رژیم په اصلی ملاتړی امریکا د دوې اړوندوالی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي