برخه -څانګه : sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نبي او شهزاد په مشرۍ بلخ او پکتیا بریا خپله کړه

آریانانیوز: د ګلبهار افغانستان غوره لیګ په شپږمه (د تېرې ورځې دویمه) سیالۍ کې تېره شپه کندهار نایټس او بلخ لیجنډز لوبډلو ترمنځ لوبه د ۱۳ منډو په توپیر د ګلبدین نائب په زړه پورې توپ اچونې بلخ لیجینډز وګټله.


بلخ د لومړۍ توپوهنې په کولو سره د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۵ منډې جوړې کړې چې له مخې یې کولن مونرو ۴۶ او روي بوپارا ۳۴ زیاتې منډې وکړې.
په ځواب کې د کندهار نایټس لوبډلې د اصغر افغان په مشرۍ ونه کړای شول ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره یې ۱۵۲ منډې جوړې کړې، لوبډلمشر اصغر افغان ۴۵ او برینډن مکولم ۳۱ منډې جوړې کړې.
د بلخ لوبډلې لخوا په زړه پورې توپ اچونه ترسره شوه چې د سیالۍ اتل او غوره لوبغاړي ګلبدین نائب د سیال لوبډلې ۴ مهم لوبغاړي وسوځول.
د ننګرهار او پکتیا ترمنځ سیالۍ:
له دې وړانې په تېره یا پنځمه سیالۍ کې چې د پکتیا پینترز او ننګرهار لیپرډز ترمنځ ترسره شوه، پکتیا ننګرهار ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې محمد شهزاد ۵۳، کیمرون ډیلپورټ ۳۵، سمیع شینواري ۳۸ او شاهد افریدي ۱۹ منډې جوړې کړې، د ننګرهار لخوا که څه هم لوبډلمشر بین کټینګ د ۶ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۷۸ منډې جوړې کړې خو لوبډلې یې بریا خپله نه کړه.
د یادونې ده چې په روانو سیالیو کې تر دې دمه بلخ لیجینډز لوبډلې خپلې دواړه لوبې ګټلي او د جدول په سر کې ده، خو بالعکس د کندهار نایټس لوبډله په دواړو لوبو بایللو سره د جدول په اخر کې ځای لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي