برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اشرف غني پر ډيورنډ کرښه له پاکستان سره معامله کړې

آریانانیوز: د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ويلي، د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني د ډيورنډ پر سر له پاکستان سره معامه کړې ده
عبدالله تېره ورځ ننګرهار کې د خپلې کمپاني غونډې پر مهال پر اشرف غني تور لګولی و، چې د تورخم دروازې په اړه يې د حکومت په کچه هم مشوره نه ده کړې او تورخم يې له پاکستان سره د سرحد په توګه منلی دی
عبدالله عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره چهارشنبه د پاکستان صدر اعظم عمران خان د تورخم دروازې ۲۴ ساعته فعاليت پرانيسته وکړه او د پاکستان حکومت له لوري چمتو شوې لوحه «بنر» کې تورخم پوله ياده شوې وه
له عمران خان سره د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستغونډه کې د پاکستاني چارواکو سربېره د ګډ حکومت د سوداګرۍ وزير يما ياري او د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په شمول يو شمېر نور چارواکي هم ملګري وو
تېره پنجشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت وزارت ويلي، تورخم هېڅکله د رسمي سرحد په توګه نه پيژني، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان چارواکو څرګندونې رد کړې وې او هغه يې غیر مسؤولانه بللي دي
پاکستان وايي، ډيورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نړيواله کچه منل شوی سرحد دی.
اګر که د ګډ حکومت مشر په خپلو تلويزوني مرکو کې هغه تورونه رد کړي، چې ډيورنډ په اړه يې له پاکستان سره معامله کړې، خو تر اوسه يې د ډيورنډ په اوږدو کې د پاکستان له لوري د ازغن تار لګولو پر وړاندې هم ګوم غبرګون نه دی ښودلی او نه يې هم د مخنيوي هڅه کړې ده
د ګډ حکومت په لومړيو فاروق وردګ وويل، چې اشرف غني ډيورنډ پر سر معامله کړې او اويا ميليونه ډالر يې اخيستې دي، خو حکومت پر ځای د دې، چې له هغه سپيناوی وغواړي، نوموړي ته يې د پارلماني چارو وزارت ورکړ او خوله يې پټه شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

  1. رحمن الله احمدزي :

    یو له بهترینو ټلویزینونو څخه یو ټلویزیون ده
    مننه کوم ستاسو له هڅو څخه

ډېر لوستل شوي