برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

۳۶۹ ملیونه افغانۍ دمشورتې لویې جرګې مصرف

آریانانیوز: د مالیې وزارت ویلي چې د حکومت له لوري را بلل شوې مشورتې لویه جرګه باندي به ۳۶۹ ملیونه افغانۍ مصرف راشي چې ولسمشر ماڼۍ له لوري به ورکول کیږي.


په ورته وخت کې د لویې جرګې د جوړولو لپاره د کمیسیون مرستیال ضیاء الحق امرخېل ویلي چې د لویې جرګې د جوړولو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي او پر خپل وخت (اپریل ۲۹) باندي به جوړه شي چې شاوخوا دوه زره کسان به ګډون په کښي وکړي.
د نوموړي په وینا په دغه جرګه کې د ګډ حکومت مشران د غړو په حیث نه بلکې د میلمنو په حیثیت ګډون کوي.
د ګډ حکومت له لوري د یوې مشورتې لویې جرګې لپاره په دومره کچه لوړه مصرف ځینې اندېښنې او انتقادونه هم را پورته کړي دي.
یو شمیر سیاسي مشرانو ویلي چې ددغې جرګې د جوړېدو په مصارفو کې دي شفافیت مراعت سي او لاسته رواړنو ته یې باید احترام وسي.
بلخوا ځینو انتقاد کړی چې حکومت په یوه لوېدلې اقتصادي وضعیت کې په داسي جرګه مصارف کوي چې د ناکامۍ وړاندوینه یې سر له اوسه کیږي.
باید وویل شي چې ګډ حکومت داسې مهال د یوې مشورتې لویې جرګې لپاره «۳۶۹» میلیونه افغانۍ ځانګړې کوي چې څو ورځې وړاندې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د راپور په خپرولو سره وښوده چې؛ هیواد تر بل هر وخت زیات بېوزلۍ ځپلی او تر نیمايي زیات افغانان له فقره کړېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي