برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې د مشورتي لویې جرګې د مشرتابه پلاوی

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل وویل، محمد افضل حدید، محمد عارف نورزی، کمال صافی، حبیبه سرابي او منیره اخندزاده د دې جرګې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
د ښاغلي امرخېل په وینا، رفیع الله حیدري، موسی رحیمي، عرفان الله عرفان، عاطفه طیب او ګلالۍ اکبري د مشورتي لویې جرګې د منشیانو په توګه انتخاب شوي.
په‌داسې حال کې چې د څلورو ورځو لپاره د دې پلان شوې مشورتي لویې جرګې نیمايي وخت د اداري پلاوي په بشپړېدو او لومړنیو کارونو ولګول شو، دا اندېښنه شته چې ښايي، پر اصلي موضوع د بحثونو لپاره وخت کم او جرګه اوږده شي.
خو د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون چارواکي وايي، تراوسه یې چارې له مهالویش سره سمې روانې دي او دوی هیله لري چې د پنجشنبې د ورځې تر پای پورې به د جرګې بحثونه بشپړ او راټول شي.
ټاکل شوې چې د دې جرګې غړي په یو پنځوس کمېټو کې بحثونو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي