برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل پرونی چاودنه په طالبان پوري اړه نه لري

طالبانو ویلي، کابل کې د دولت پلوه علماوو غونډې ته څېرمه چاودنه په دوی پورې اړه نه لري.



پرون په پلازمېنه کابل کې د لویې جرګې خیمه کې ګڼو علماوو د بهرنیانو او دولت پر ضد جګړه «ناروا» وګڼله او یوه پرېکړه يې صادره کړه.
شیعه مذهبه عالم (خدابخش محسني) چې د غونډې پریکړه لیک یې لوست، وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه د «مسلمان وینه تويېدنه» ده.
که څه هم نوموړي ادعا وکړه چې دولت او مخالفینو دواړو ته یې خطاب متوجه دی، خو په پرېکړه لیک کې يې د سرتیرو بریدونو او بمي چاودنو په شمول فقط هغه جنګي عملیات وغندل چې طالبان ترې استفاده کوي. اما د هوايي بریدونو، بمباریو او شپنیو عملیاتو په اړه یې څه ونه ویل.
غرمه مهال له جاودنې وروسته د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي وویل، په چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
تازه معلومات ښيي چې په غونډه کې د اوو ملایانو او څلورو عسکرو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په لنډ ټویټ کې لیکلي: «د کابل چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري. »

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي