برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دلویې جرګې خیمې ته نږدې دواټونو ذتړل کیدو له امله

آریانانیوز: کورنیو چارو وزارت وایي، د لویې جرګې خیمې ته د نږدې واټونو د تړل کیدو له امله، له یادو واټونو څخه تېریدونکي ښاریان د یوشمېر ځانګړو بسونو او ناروغان د امبولاسونو په وسیله لیږدول کیږي.



په دې اړه د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي،:” د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د واټونو د بندېدو له امله د هېوادوالو لپاره د اسانتیا په موخه یو شمېر ځانګړي بسونه او امبولانسونه درولي دي.
دا خدمات به تر سبا پورې د لویې جرګې د خیمې په شاوخوا کې د اما اعظم رحمه الله علیه د سمپوزیم تر پای ته رسېدو، چې د هېواد له بېلابېلو برخو علمای کرامو پکې ګډون کړی، دوام وکړي”.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي