برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دمشورتی لویې جرګې د کمیسیون دغړیو ټاکل

آریانانیوز: د سولې د لوړې شورا د دارالانشا مشر او د سولې د اجماع لپاره د سیمې په چارو کښې د ولسمشر اشرف غنی ځانګړی استازی «محمد عمر داود زی» وویل د سولې د مشورتی لوې جرګې د ترسره کولو د کمیسیون نولس(۱۹) غړی د ولسمشر اشرف غنی لخوا وټاکل شول .
فضل کریم فضل ، عبدالوهاب عرفان ، عباس نویان ، عبدالحق شفق ، محمد ایوب رفیقی ، عبدالرشید ایوبی ، داوود کلکانی ، صدیق پتمن ، خان جان الکوزی ، جماهیر انوری ، فوزیه ارال ، ملالۍ شینواری ، سید علی کاظمی ، امین الدین مظفری ، نسرین اوریاخیل ، ضیاالحق امرخیل ، نیلوفر ابراهیمی ، سریر احمد برمک ، او روح الله نیازی د افغانستان د سولې دمشورتی لوې جرګې د ترسره کولو دکمیسیون غړی دی .
د افغانستان دولسمشر اشرف غنی د حکم پراساس ضیا الحق امر خیل او فوزیه ارال سولې د مشورتی لوې جرګې د ترسره کولو د کمیسیون د مرستیالانو ، نادیه صالح د منشی او سید علی کاظمی او عبدالرشید ایوبی هم د ویندویانو په توګه وټاکل شول .
ټاکل شوی ده چې د افغانستان دسولې مشورتی لویه جرګه د روان میلادی کال د اپریل دمیاشتې په ۲۹ نیټه چې دثور دمیاشتې نهمه(۹) نیټه کیږی د دوه زوره پینځه سوه(۲۵۰۰) کسانو په ګډون سره په کابل کښې ترسره شی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي