برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یو شمېر ښځو د اوربند غځېدو په موخه لاریون

په جلال اباد ښار کې لسګونو مېرمنو د سوله ییز لاریون په ترسره کولو سره د حکومت او افغان وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند مودې غځېدو غوښتنه وکړه .


د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پرون ماښام (د غبرګولي ۲۳مه) لسګونو مېرمنو د مخابراتو له څلورلارې تر پښتونستان څلورلارې پورې د سوله ییز لاریون په ترڅ کې د حکومت او افغان وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند مودې غځېدو غوښتنه وکړه .
د مېرمنو د یاد لاریون تنظیموونکې حسنا احمدزۍ وویل، له دغه لاریون څخه یې موخه د ټولو ښکېل خواو جګړې ته د پای ټکي اېښودو غوښتنه ده .
هغې زیاته کړه، ټولې مېرمنې او خویندې د افغان وسله والو طالبانو له لوري د درې ورځني او د حکومت له لوري د اووه ورځني اوربند اعلان خوشحاله کړي، خو پر دواړو لورو غږ کوي چې د دغه اوربند موده دې وغځوي .
د احمدزۍ په وینا، د جګړې له امله یې د هېواد زرګونه مېرمنې کونډې شوې، خویندې بې وروره شوې او میندې بورې شوې، له همدې امله له جګړې ستړي شوي؛ ځکه په هېواد کې د ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې پر ځای د سیاسي فعالیت له مخې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي .
يادو مېرمنو چې د سولې سمبول ټیکري یې پر سر کړي وو او د سولې، امن، اوربند او یو شمېر نورو موضوعاتو اړوند لیکلي شعارونه یې له ځان سره لېږدول، پر نړیوالې ټولنې یې هم په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دا لومړی ځل دی چې لسګونه مېرمنې د جلال اباد ښار په زړه کې له یوې څلورلارې تر بلې څلورلارې پورې په پلي تګ سره د جګړې د پای ته رسېدو او اوربند مودې غځېدو غوښتنې کوي.
د يادولو ده، افغان حکومت د روژې له ۲۷مې او طالبانو د اختر په دريو ورځو کې د يو بل پر وړاندې اوربند اعلان کړی چې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې يې د دوام غوښتنه وشوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي