برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یوپخوانی جهادي قوماندان ددولتي ځواکونولخوا ووژل شو

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس په پلارمینی کابل ښار په خیرخانه کې دولتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د جمعیت ګوند غړی او پخوانی جهادي قوماندان «امر ستار» له څو نورو کسانو سره یو ځای وژلی
امر ستار د جمعیت ګوند غړی وو او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې له دولت جوړوونکې» ډلې خپل ملاتړ اعلان کړی وو
راپور زیاتوي، امر ستار د یو بل ملګري په کور کې مېلمه وو، چې د ملي امنیت ځواکونو ورباندې برید وکړ او نوموړی یې له یوه زوی او درې نورو کسانو سره یو ځای وواژه او دوه تنه نور کسان یې له ځانه سره یووړل
د پېښې شاهدان وایي، د ملي امنیت ځواکونو چې کله په کور برید وکړ، له دننه لوري هیڅ مقاومت ورسره نه دی شوی
یاده دې وي، چې امر ستار خپلسري وسله وال فعالیتونه کول او په سیمه کې په چور او چپاول مشهور وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي