برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یوه پولیس خپل اته ملګري پولیس ووژل

آریانانیوز: د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوه نفوذي پوليس له لوري اته نور پوليس وژل شوي دي.


په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز لښکرګاه په سرګودر سيمه کې يو نفوذي پوليس اته نور پوليس وژلي دي.
دى وايي چې په دې وخت په نورو پوستو کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې، مرګ ژوبله لري خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې شپږ پوليس وژل شوي دي.
بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د دوى د يو نفوذي کس له لوري نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او د هغوی وسلې يې هم له ځان سره طالبانو ته انتقال کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي