برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یا د بهرنیانو د عملیاتو زور ولرئ یا کورونه پرېږدئ

د فراه والي د بالابلوک ولسوالۍ له قومي مخورو سره په خبرو کې هغوی ته ګواښ کړی چې یا له سیمو ووځي یا هم د بهرنیو عسکرو د عملیاتو زور ولري.



د فراه والي عبدالبصیر سالنګي خلکو ته یو بل انتخاب هم په ګوتو ورکړی اورته يې ویلي دي، باید پخپله د طالبانو پر ضد وسله په لاس کې واخلي.
د دې ولسوالۍ قومي مشرانو والي ته وړاندیز کړی چې د دوی د حاصلاتو له ټولولو وروسته که په سیمه کې جګړه کوي، بیا دوی ورته عذر نه کوي، خو اوس دې ګوزاره وکړي.
د دوی په وینا له طالب سره د مخامخ جګړې هيڅ اړتیا نه احساسوي، که حکومت يې پر وړاندې جنګېږي، نو د ملکي تلفاتو په خاطر دې یو څه وخت لاس ونیسي.
بصیر سالنګي ځواب ورکړی، چې دا عملیات بهرنیانو پلان کړي او صلاحیت يې هم له دوی سره دی، ځکه خو خلک باید خپلې سیمې خوشي کړي.
دا ګواښ وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې د ملکي تلفاتو په پلمه دې له بریده لاس نه نيسي.
ټرمپ استخباراتي غړو او خپلو ځواکونو ته ويلي، چې پر طالبانو د برید پر مهال دې د ملکي تلفاتو پروا نه کوي.
د بشري حقونو د فعالانو په وینا د ټرمپ دا ډول امر د ټولو حقوقي او جنګي اصولو خلاف کار دی.
دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت مشر پرلپسې د سولې اړوند څرګندونې کوي او دعوه کوي چې د طالبانو پر وړاندې يې ډېر تنازل کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي