برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ګډو ځواکونو ۱۶ تنه ملکي وګړي وژلي

آریانانیوز: د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د بهرنیانو او کورنیو عسکرو په ګډو شپنیو عملیاتو کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د خوږياڼو د وډیسار اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو تېره شپه څو کورونه په بمونو والوزول، چې په پایله کې يې ۱۶ تنه ملکي وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
دوی وايي عسکرو له کورونو نه قیمتي توکي هم لوټ کړي او نقدې پیسې يې هم ترې تروړلې دي.
د ننګرهار ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبانو د پېښې پخلی کړی او دا يې جنایت بللی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په یاده سیمه کې نه طالب سرتېري موجود و، نه ورته زیان اوښتی دی.
هغه د بشري حقونو په نامه هغه بنسټونه ملامت کړي، چې د ملکي تلفاتو د لوړې کچې ګوته له ورته جنایتو سره سره طالب سرتېرو ته نیسي.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم په خوږياڼو کې یو روغتیايي مرکز د حکومتي ځواکونو له لوري په راکټو وویشتل شو.
د عامې روغتيا رياست د ولسواليو د روغتيايي خدماتو مسوول ډاکتر شفيق الله شفق ويلي و، دغه کلینیک د خوږياڼو په شیرزادو کې و، چې ۹۵ سلنه ودانۍ او وسایل يې له منځه یووړل شول.
د دې روغتیايي مرکز نړول، د ننګرهار ځايي چارواکو منلي و، دعوه يې کړې وه، چې د طالب سرتېرو مرکز يې له منځه وړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي