برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ګډو ځواکونو د يو پلار او درې زامنو په ګډون پنځه تنه ووژل

آریانانیوز: ګډو ځواکونو يو ځل بيا د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولې چې په نتيجه کې يې د يو پلار او درې زامنو په ګډون پنځه تنه ولسی وګړي وژلي.


د ننګرهار د مومندرۍ ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو نن د سهار له لمانځه مخکې ددې ولسوالۍ په هزار ناو سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې وهلي دي چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
په وژل شويو کسانو کې د يو پلار او درې زامنو سربيره يو بل تن هم چې ميلمه و، وژل شوی دی.
د سيمې اوسېدونکو ويلي دي چې وژل شوي کسان دوکانداران او بزګران وو او له کومې وسله والې ډلې سره يې تړاو نه درلود.
د يادونې وړده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري شپنيز عمليات او چاپې زياتي شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ يوناما په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه راپور خپور کړی و چې په کې يې د ولسي وګړو ۵۳ سلنه مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو په غاړه اچولې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي