برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

کرزی: ملګري ملتونه دې د نجونو د زده کړې زمینه برابره کړي

آریانانیوز: د افغانستان پخواني ولسمشر د نړۍ د پوهنې لپاره د ملګرو ملتونو له استازي وغوښتل چې د افغانستان ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د انګلستان له پخواني لومړي وزیر او د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي ګورډن براون سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

کرزي په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د وضعیت د ښه کولو په برخه کې د براون د هڅو ستاینه وکړه او د افغان ځوانانو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د ملګرو ملتونو د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دغه هېواد کې د ښځينه محصلينو پر زده کړو بنديز لګولى دى.

کرزي په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د وضعیت د ښه کولو لپاره د براون د هڅو د ستاینې په ترڅ کې د افغان ځوانانو د زده کړې د اسانتیا لپاره د ملګرو ملتونو د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دغه هېواد کې د ښځينه محصلينو پر زده کړو بنديز لګولى دى.

شریک یي کړئ!