برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل: امریکايي عسکرو دوه تنه ملکیان په ټانګ وهلي

د پلازمینې کابل په زړه کې امریکايي ځواکونو پر یوې ښځې او میړه خپل ټانګونه خیژولي او تر مرګه یې رسولي دي.


پیښه د کابل ښار د ارزان قیمت په سیمه کې رامینځته شوې.
عیني شاهدان وايي چې دواړه میړه او ښځه تر ټانګونو لاندې شول او امریکایان په سیمه کې له تم کېدو پرته په خپله مخه لاړل.
ځیني سرچینې وايي چې د بهرنیو ځواکونو موټر په غیر قانوني توګه د سړک له چپې خوا را روان وه چې له امله یې یاده پیښه را منځته شوه.
تر اوسه د پيښې د قربانیانو بشپړ هویت نه دی په ډاګه شوی خو ویل کیږي چې ښځه په یوه خصوصي پوهنتون کې استاده او خاوند یې د دفاع وزارت په مالي برخه کې کارمند دی.
ددې تر مخه ځینو سرچینو دا هم ویلي وه چې پېښه کې دوه تنه ماشومان وژل شوي چې د کوثر روغتون ته انتقال شوي دي.
په کابل کې میشتو بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر او نه هم د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي