برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پَرچمن ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ په ټولیزه توګه له دولتي ځواکونو نیولي.



طالبانو ویلي چې د یادې ولسوالۍ لپاره د کابل ادارې ولسوال حاجي داؤد، امنیه قومندان عبدالولي، د استخباراتو مدیر عبدالظاهر د ولسوالۍ له ټول پرسونل سره مجاهدینو ته تسلیم شول او په وینا یې سپين بیرغ یې د ولسوالۍ پر ودانۍ رپاند کړ.
ښاغلي احمدي زیاته کړي چې په ولسوالۍ کې په لسهاوو هاموې ټانکونه، رینجر موټر، ګڼ شمېر سپکې اودرنې وسلې مهمات او نظامي توکي د دوی د جنګیالیو لاس ته ورغلل.
احمدي زیاتوي، چې د دوی له لوري د اعلان شوي (الخندق) عملیاتو په یو میاشتني جریان کې دا یولسمه ولسوالۍ ده چې د ده په وینا د مزدور دښمن له ولکې وځي او فتحه کیږي.
بلخوا سیمه ایزو خلکو تأیید کړي چې یاده ولسوالۍ اوس د طالبانو په واک کې ده، خلکو ویلي چې د ولسوالۍ پر ودانۍ یې سپین بیرغونه له ورایه ښکاري او طالب جنګیالي په ولسوالۍ کې لیدل کیږي.
دا په داسي حال کې ده چې حکومتي لوري یې په اړه تر اوسه رسمي څرګندوني نه دي کړي.

شریک یي کړئ!