برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کې پاریدلی خلکودامریکائی پوځیانو پرقوماندانۍحمله وکړه

دیوراپورله مخی د پولیسوډزې په کابل کې د امریکا په قوماندانۍ له بهرنیو عسکرو سره د کابل ښار د پاریدلو خلکو ښکیلیدا خنډ شوې .


دغه راپورښئ په کابل کې د پر دوو عاموخلکو د بهرنیو عسکرو دزغرګاډی په وسیله د وو کسانو وژل کیدا او له تم کیدا پرته د دغو ګاډو مخکې تلو، د کابل د خلکو سخته غوسه راپارولې او په یوهیړ د بهرنیو عسکرو پر مرکزونو ورغلی چې دکابل پولیسو پرې هوائی ډزې کړی ، او دغومرکزونو ته دخلکو درسیدا خنډ شول .
وئیل کیږی ، د دغې پیښې یو قربانی د کابل پوهنتون یو استاد ؤ او بل کس هم د افغانستان د دفاع وزارت کارکونکی ؤ. دامریکائی عسکرو دغه غیر انسانی اقدام ددې ښودنه کوی ، چې امریکایان دانسانانو ژوند ته هیڅ اهمیّت نه ورکوی او د انسانانو له حقوقو د دغه هیواد ددفاع ډنډورې یوازې د خلکو د غولولو لپاره دی .
دامریکائی عسکرو په لاس د مسلمانانو ،جوماتونو او اسلامی سپیڅلتیاؤ ته سپکاویو اوبې احترامیو ، د قرآن کریم دنسخو سوزولو او د افغانستان د خلکو پر کورونو دشپې مهال ړندوعملیاتو او عامو وژلو د افغانستان د مسلمان او میړنی ولس سخته غوسه راپارولې ده او داسې ورځ نشته چې دغه میړنی ولس د امریکائی استعمارګرو په ضد خپله کرکه نندارې ته وړاندې نه کړی .
داپه داسې حال کې دي چې په کابل کې دنننۍ ځان مرګي حملې د شهیدانو شمیر هم دځينو راپورونو په اساس تر شپیتو زیات شوی او دغه راز وئيل کیږي چې ټپیان هم له یو سل پنځلسو کسانو زیات شوي دي . په وژل شویو اوټپیانو کې زیاتره ښځې او بچیان ترسترګو کیږي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array